Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې بېځایه شوې کورنۍ د لاسنیوي غوښتنه کوي

خوست کې بېځایه شوې کورنۍ د لاسنیوي غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/26

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې اړوند ډیورنډ فرضي کرښه کې د وروستۍ جګړې له امله بې ‌ځایه شویو کورنیو غړي وايي، وروسته له هغې د خپلو کورونو پرې ښودو ته اړ شول چې پاکستاني ځواکونو يې له کرښې پورې غاړه پر کورونو هاوانونه وتوغول.

دوی زیاتوي، د نښتې د بيا پيل له وېرې خپلو کورونو ته نه شي ستنېدلی.

 دغه کورنۍ له سرپرست حکومت او مرستندويه ادارو غوښتنه کوي چې د څښاک پاکو اوبو، صحي خواړو او د سرپناه برابرولو په برخو کې ورسره همکاري وکړي.

له ګربزو ولسوالۍ بې ځایه شوی داوود خان وايي: «زموږ کورونو ته د توپونو مرمۍ راتلې، ځکه را ووتلو او دلته راغلو. هرڅه رانه پاتې دي، یوازې خېمې لرو او د غاړې جامې.»

د سيد بادشاه په نوم بل بې ځایه شوی بیا وايي: «موږ دلته په دې ډاګ او د غره لمن کې خېمې وهلې دي. دلته هر ډول خزندې شته او ښايي زموږ ماشومانو ته زیان ورسوي. موږ غواړو جګړه ودرېږي او امنیت راشي.»

بل پلو، د خوست ولایتي ځايي چارواکي وایي، د پاکستاني لوري له خوا د توپونو او هاوانونو مرمۍ د عامو خلکو په کورنو لګېدلې او له امله یې لسګونه کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي.

دوی همدا راز ډاډ ورکوي چې هڅې روانې دي ترڅو د جګړې له امله بې ځایه شویو کورنیو لپاره د مرستندويه بنسټونو او ولایتي ادارې پر مټ د سرپناه ترڅنګ په نورو اړينو برخو کې هم اسانتياوې برابرې شي.

د خوست والي وياند مستغفر ګربز وايي: « دا چې پاکستان د جګړې اصول نه مراعت کوي او پر عامو کورونو توپونه او هاوانونه توغوي، خلک اړ دي چې خپلې سیمې او کورونه پرېږدي. د خوست ولایتي اداره هڅه کوي ترڅو بېځایه شویو خلکو ته د سرپناه او نورو اړوند توکو په برخه کې مرسته وکړي.»

څو ورځې وړاندې د خوست ولایت غلام خان بندر کې د افغان او پاکستاني ځواکونو له لفظي شخړې وروسته نښته رامنځته شوه.

 د مالوماتو له مخې، په دې نښته کې درېیو پاکستاني پوځيانو وژل کېدو ترڅنګ یو افغان کارګر هم ژوند له لاسه ورکړی او د غلام خان بندر لاره تر اوسه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist