د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۹یمې کلنۍ ناستې په څنډه کې، د یو شمېر هېوادونو چارواکو او د افغان ښځو د حقونو فعالانو د دې سازمان د سرمنشي په ګډون په یوې جلا ځانګړې ناستې کې د ښځو د حقونو په تړاو خبرې کړې.
د ناستې د لومړي ویناوال په توګه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش د اسلامي امارت له خوا د زده کړو او کار ترڅنګ د ښځو د ځینو ټولنیزو حقونو پر محدودولو نیوکه کړې.
ګوتېرېش د نجونو زده کړې د اقتصادي پرمختګ، روغتیايي خدمتونو د پراختیا او په ټولنه کې هوسا او سوکاله ژوند ته د رسېدو لپاره تر ټولو نږدې او ګړندۍ لاره ګڼلې.
هغه زیاته کړې: « د نجونو زدهکړې په ټولنه کې د اقتصادي پرمختګ د پیلولو، د روغتیايي خدماتو د ودې او د سوکاله ټولنو د هوساینې لپاره تر ټولو نږدې او ګړندۍ لار ده. په ټولنو کې د ښځو ګډون او د رهبرۍ رول د سولې او امنیت، ټولنیز خوندیتوب او د چاپېریال د ثبات او نورو برخو کې له ځان سره مثبتې ګټې لري، خو افغانستان په دې ټولو برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی. د ښځو زده کړو پرته، په رهبرۍ او کاري چاپېریال کې د هغو له حضور پرته او د نیمايي نفوس د حقونو او آزادیو له رسمیت پېژندنې پرته به افغانستان په نړیوال سټېج کې هېڅکله خپل حقه ځای ونه مومي.»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه راز د ښځو او ټولنیز ژوند په برخه کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکز او شکایتونو اورېدو وزارت وروستی قانون په سیسټماټیکه او رسمي بڼه له عامه ژوند څخه د ښځو محو کول بللی.
ګوتېرېش دغه فرمانونه او لګېدلي محدودیتونه نه یوازې دا چې د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو سره په ټګر کې بللي بلکې په وینا یې، کولی شي د سرپرست حکومت لاسته راوړنې هم تر سیوري لاندې راولي.
ورته مهال، په دې ناسته کې د ايرلنډ د بهرنیو چارو وزیر مایکل مارتین هم د بنسټیزو حقونو په توګه د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو لګول د حیرانتیا او پوښتنې وړ بللي.
مارتین له افغان ښځو څخه د ملاتړ ترڅنګ په دې لار کې د بدلونونو راوستو لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی.
هغه زیاته کړې: « د یوه ښوونکي په توګه، زده کړه زما د ژوند لویه لېوالتیا وه. دا د بنسټیزو حقونو په ډله کې هغه څه دي چې افغان ښځو له لاسه ورکړي. دا له جنسیتي او بنسټیزو آزادیو څخه انکار دی. نړیواله ټولنه باید ټول هغه څه ترسره کړي چې موږ یې د نړیوالو مسايلو په اجنډا ګانو کې ساتلی شو. موږ باید اجازه ورنه کړو چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د کار له ساحې ووځي. موږ به له تاسو او له نړۍ سره همکاري وکړو، ترڅو دغه موضوع په خپلو لومړیتوبونو کې وساتو او د بنسټیز بدلون لپاره یې د حل لارو لټه وکړو.»
د دې ترڅنګ، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل د ټولو او په ځانګړي ډول په ټولنه کې د ښځو د فعالې ښکېلتیا لپاره اساسي ټکی بللی.
رتنو مرسودي ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د مساواتو او بشري حقونو ورکړې ته ژمن او په دې برخه کې د افغان ښځو ترڅنګ ولاړ دی.
هغې زیاته کړې: « افغانې ښځې باید له ټولو حقونو برخمنې وي، خو دا مهال داسې نه ده. هغوی د زده کړو، کار او په ټولنیزو برخو کې له شاتګ او ننګونو سره مخ دي. د یونسکو د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ز کال کې ۱.۴میلیونه افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته له لاسرسي بې برخې دي. اندونیزیا د افغانستان وضعیت په تړاو د ځانګړې ارزونې لیدونکې وه چې د تېر کال په نوامبر کې خپره شوه. موږ په افغانستان کې د دوامدارې سولې غوښتونکي یو. د دې ارزونې یوه برخه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل وه. د ښځو برخه هم په کې شامله وه؛ ځکه په ټولنه کې د ښځو ځای د انکار وړ نه دی. په همدې اساس اندونیزیا په افغانستان کې د مساواتو او بشري حقونو غوښتنه کوي.»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي او یادو هېوادونو تر څنګ، د سویس هېواد استازې او د افغان ښځو یوشمېر فعالانو هم له سرپرست حکومته ښځو ته د خپلو حقونو ورکولو غوښتنه کړې.
اسلامي امارت تر اوسه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې له شریعت او اصولو سره سم د ټولو حقونو ورکولو ژمنه کړې.