۵۵ کلنه خدیجه د کندهار ښار د ۱۳ ناحیي اوسېدونکې ده. هغې ۱۰ کاله وړاندې په خپل کور کې د ښځو د لاسي صنايعو د توليد یو مرکز جوړ کړ.
خدیجه وايي، د سلګونو زرو افغانیو شخصي پانګونې پر مټ يې دغه مرکز جوړ کړی، چې اوسمهال په کې ۶۰ بېوزله ښځې د خامک، مرۍ اوبدلو، کندهارۍ غاړو ګنډلو، ګلدوزۍ او خياطۍ برخو کې زده کړه او کار کوي.
هغه زیاتوي: «ما خپل جوړ کړي توکي بازار ته وړل او خرڅول مې. اوس مې خپله پانګه ۳۰۰ تر ۴۰۰ زرو افغانیو رسولې ده. اېن آر سي موسسې مرسته راسره وکړه چې دا خونه مې جوړه کړه او ماشینونه مې واخیستل. دلته خیاطي، اوبدل، خامک او د جامو جوړولو نور کارونه کوو. اوس مهال ۶۰ تنې ښځې دلته کار کوي چې ۳۰ یې د کلیو او ۳۰ نورې د ښار دي.»
په دې مرکز کې کارکوونکو ښځو له ډلې یو شمېر کونډې او ځینې یې خورا بېوزله دي.
د لاسي توکو د توليد د دغه مرکز کليوالې کارکونکې ښځې وایي، د مرکز په پرانېستل کېدو سره یې کار موندلی او کورنۍ يې له بېوزلۍ ژغورل شوې.
د لاسي توکو په توليد بوختي ښځې د خپلو توليداتو لپاره د بازار موندنې ترڅنګ له مرستندويه بنسټونو د ملاتړ او د ښځو ځانګړي مارکېټ جوړېدو غوښتنه کوي.
د لاسي صنایعو مرکز کارکوونکې بي بي حوا وايي: « زه کونډه یم او یتیمان لرم. پخوا مې د خلکو په کورونو کې کار کاوه، اوس دلته په دې مرکز کې خیاطي کوم. موږ ته د معاش راکړل شي یا د کار لپاره مناسب ځای او کارخانه راته جوړه شي چې په کې کار وکړو.»
د لاسي صنایعو مرکز بله کارکوونکې محافظه وايي: « زموږ لپاره کار ډېر ښه دی. زه د خپلو ګوتو په کار د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوم. زما خاوند ناروغ دی او نه شي کولی کار وکړي.»
د لاسي صنايعو مرکز کارکوونکې ماه بي بي وايي: «موږ غوښتنه کوو چې دغه شان ځایونه نور هم ډېر شي او موسسې کارونه راکړي. موږ د یوه مارکېټ غوښتنه کوو ترڅو په کې خپل جوړ کړي توکي وپلورو.»
د ښځو د لاسي توکو د دغه توليدي شرکت توليدات د کندهار تر څنګ نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.
د کندهار ښځو په لاس جوړې شوې خامک غاړې او افغاني جامې د هېواد پر کچه ځانګړی شهرت لري، خو د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله اوس د پخوا په شان بازار نه لري.