Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د بې اسناده افغان کډوالو ماشومان ښوونځیو کې له زده کړو منع شوي

د ناروې کډوالو شورا: ایران کې له زده کړو محرومو افغان ماشومانو ته د زده ‌کړو زمېنه برابروو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/24

وروسته له هغې چې د ایران حکومت په دغه هېواد کې افغان ماشومان دولتي او خصوصي ښوونځيو ته له جذبېدو منع کړل، تازه د ناروې کډوالو شورا (اېن.آر.سي) په دې هېواد کې افغان ماشومانو ته د ښوونيزو فرصتونو چمتوو کولو خبر ورکړی.

 دغې شورا په ایران کې د تلې (میزان) په لومړۍ نېټه د نوي ښوونیز کال د پيل په مناسبت دا خبره کړې او زياتوي چې دغلته به افغان ماشومانو ته د ليک لوست زده‌ کړې لپاره کورسونه جوړ کړي.

د ناروې کډوالو شورا زیاته کړې:« نن په ایران کې د ښوونځیو د پیل ورځ ده. هغه هېواد چې دا مهال د ۱.۵ میلیونه افغان ماشومانو کوربه دی. زده ‌کړې له هر څه وړاندې بنسټ سره به په ګډې ملګرتیا، د وړیا کورسونو په جوړولو سره هغو افغان ماشومانو ته د زده ‌کړو زمینه برابره کړو چې ایران کې ښوونځیو ته له تګ پاتې دي.»

 د دغې شورا د مالوماتو له مخې، دا مهال په ایران کې نږدې ۱.۵ میلیونه افغان ماشومان اوسېږي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان دې ته په پام له سرپرست حکومت او نړیوالو سازمانونو غواړي چې افغان ماشومانو ته د نورو هېوادونو پر ځای په کور دننه د زده ‌کړو مساوي زمینه برابره کړي.

د دوی په خبره، که چېرې په هېواد کې دننه د نجونو او هلکانو لپاره د زده ‌کړو مساويانه زمينه برابره نه شي، دا چاره به له افغانستانه د وتلو او کډوالۍ بحران دایمي کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد ادریس ځاځی وايي: « افغان ماشومانو ته باید د افغانستان په داخل کې د ښوونې او روزنې زمینه برابره شي. که داسې نه شي، په لوی لاس افغانان هڅول کېږي، چې د زده کړو لپاره نوور هېوادونو ته مهاجرت وکړي. زه په دې اند یم چې نړیوال سازمانونه، هېوادونه او بنسټونه باید هڅه وکړي چې د افغانستان په داخل کې د زده کړو پر وړاندې شته خنډونو او محدودیتونو لرې کولو لپاره حل لارې پيدا کړي.»

ځینې نور بیا د ناروې د کډوالو شورا د دغه ګام هرکلی کوي، خو ترڅنګ یې اندېښنه لري چې هلته له زده ‌کړو وروسته ترلاسه کېدونکي اسناد به سرپرست حکومت ته د اعتبار وړ نه وي او دا چاره به افغانان له ستونزو سره مخ کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محب‌الله شریف وايي: « لویه ستونزه به دا وي چې د هغوی تعلیمي اسناد به څه ډول رسمي کېږي. زه فکر کوم په تهران کې د افغانستان سفیر کولی شي له پوهنې وزارت سره په همکارۍ په ایران کې دېره افغان کډوالو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.»

په ورته وخت کې، د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، په ايران کې افغان ماشومانو ته د زده ‌کړو زمينې برابرولو لپاره له ايراني چارواکو سره په خبرو بوخت دي.

د ناروې کډوالو شورا داسې ‌مهال په ایران کې مېشتو افغان ماشومانو لپاره د زده ‌کړو زمېنه برابروي چې تازه دغه هېواد د افغان کډوالو پر وړاندې خپله پاليسي سخته کړې او له امله یې سلګونه کورنۍ له دغه هېواده وتلو ته  اړې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist