Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مې درېیمه؛ د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ ده

خبریالان: رسنيو کې د ژونديو بحثونو په تړاو د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې مو کار سخت کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/24

اسلامي امارت پر رسنیو تازه محدودیتونه لګولي او دغه کار د ګڼو خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.

دوی وایي، د اسلامي امارت نوي محدودیتونه د ژورنالیستانو او رسنیو پر کاري ماحول مخامخ منفي اغېز لرلی شي.

خبریالانو له اسلامي امارت غوښتي چې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې شته محدودیتونه لرې او یا نرم کړي او پرېږدي چې رسنۍ او خبريالان د ملي ګټو په رڼا کې خپل کردار اداء کړي.

خبریال صفي‌الله منطق وايي: « پر رسنیو د حکومتي چارواکو نوي بندیزونه به په رسنیو کې د خبریالانو پر شتون او کاري چاپېریال بدې اغېزې ولري. د حکومت په خوښه د شنونکو راغوښتل یا خبریالانو ته د اړوند کسانو لیست سپارل هم د رسنیو په کار منفي اغېز لري. موږ له حکومت غوښتنه کوو چې خپله دریځ نرم کړي ترڅو رسنۍ په خلاص لاس کار وکولی شي.»

په دې وروستیو کې د  اسلامي امارت له خوا پر رسنیو یو لړ نااعلان شوي بندیزونه لګول شوي دي.

د جمعې په ورځ (د ۱۴۰۳ کال د وږي ۳۰ مه) ارګ په یوه اعلامیه کې پر ديني علمانو غږ وکړ چې د رسنیو له لارې پر اختلافي موضوعاتو له بحث او مناظرو ډډه وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي، د دغه ډول بحثونو له امله خلک خپله لار ورکوي او په ټولنه کې اختلافات او ننګونې پیدا کېږي چې د اعلاميې په ټکو د «فتنې» پیدا کېدو لامل هم ګرځي.

خبریال عبدالرقیب سایل وايي: « د رسنیو په اړه د چارواکو بېلابېل نظرونه ډېر کله دومره جدي نه وي لکه رسنۍ چې فکر کوي. خبریالان غواړي د خپل مسلکي زیار له لارې بې طرفه پاتې شي او له همدې امله په خپلو بحثونو کې د مختلفو لیدلورو خاوندان را غواړي. له حکومت غوښتنه کوو چې د هېواد د ثبات لپاره د مختلفو افکارو په زغملو سره، رسنیو ته اجازه ورکړي چې په خپلو بحثونو کې مخالف او موافق نظرونه ولري.»

په افغانستان کې د رسنیو ملاتړ بنسټونو هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي، د اسلامي امارت نوي بندیزونه به د رسنیو پر کاري چاپېریال منفي اغېز وکړي او له همدې کبله د يادو محدوديتونو د لرې کولو غوښتنه کوي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشرعبدالقديم وياړ وايي: « زه فکر کوم د ځینو خاصو ټکو او خاصو موضوعاتو له امله پر رسنیو او د هغو پر خپرونو محدودیت لګول به ډېر ګټور کار نه وي. زموږ وړاندیز دا دی چې د اړوند ستونزو او ملاحظاتو د هواري لپاره ګام پورته شي او د ستونزې ریښه وموندل شي.»

په دې اړه مو د ځواب اخيستلو لپاره له اړوند چارواکو سره د اړيکو نیولو هڅه وکړه، خو اړيکې مو ځواب نه شوې.

بله خوا، څو ورځې وړاندې په هرات کې د لودېځ زون له ولایتي ویاندونو او د رسنیو له مسوولینو سره د یوې ناستې پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو ویلي وو چې رسنۍ دې د هغو بهر مېشتو شنونکو نظرونه نه اخلي چې د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist