Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین: تمه لرو بېنېت دا ځل د افغانستان په اړه واقعيتونه منعکس کړي

شاهین ملګرو ملتونو ته؛ ناستو ته د اسلامي امارت استازي نه بلل د تعامل له اصولو سرغړونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/23

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو درې کاله وروسته هم د ملګرو ملتونو هغو ټولو غونډو ته د اسلامي امارت استازی نه بلل کېږي چې د بحث اصلي موضوع یې د هېوادونو هر اړخیز وضعیت څېړل وي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر د ملګرو ملتونو په ۷۹یمې عمومي غونډې ته د اسلامي امارت استازي نه بللو په تړاو نیوکه کړې.

سهېل شاهین ورته دریځونه د ښکېلتیا او تعامل له پالېسیو سره په ټکر کې بولي او وايي، دغه شان سیاست خپلول کولی شي د شته ستونزو هوارولو پر ځای له نړيوالې ټولنې سره د اړیکو واټن لاپسې پراخ کړي.

قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ریيس سهېل شاهین ویلي: « په افغانستان کې د ولس له ملاتړ او بشپړ حاکمیت سربېره، لا هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د اسلامي امارت هېڅ استازي او پلاوي ته د ګډون بلنه نه ورکول کېږي. ورته دریځونه هېڅ راز مسالې نه حلوي او پر ځای یې د اړیکو شته واټن لاپسې پراخوي او له سرپرست حکومت سره د تعامل او ښکېلتیا له هغې پالیسۍ سره په ټګر کې ده چې ملګري ملتونه یې د تعقیب ادعاوې کوي.»

په دغه ناسته کې د ۱۹۰ غړیو هېوادونو مشران تر یوه چتر لاندې سره راټولیږي او د افغانستان او فلسطین ترڅنګ د ګڼو نورو هېوادونو وضعیت ته په کې کتنه کېږي.

د سیاسي چارو شنونکي هم د ملګرو ملتونو په ناستو کې چې د بحث یوه برخه یې د افغانستان پر موضوع ورټوله وي، د اوسني حکومت د استازي نه بلل کېدل د پوښتنې وړ ګڼي.

دوی د موجوده ستونزو د حل لپاره مخامخ ډیالوګ او خبرې اترې مهمې ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « اسلامي امارت په قصدي توګه له نړیوالو  لرې ساتل کېږي، ترڅو د افغانستان غوښتنې او پوښتنې تر ملګرو ملتونو ونه رسوي. زه فکر کوم نړیوال په دې کار له افغانستان سره د مور او میرې چلن کوي.»

بل پلو، د نظر یو شمېر نور خاوندان د رسمیت نه لرل په دې لاره کې تر ټولو لوی خنډ بولي او زیاتوي، ملګري ملتونه د غیر رسمي حکومتونو استازو ته له بلنې ورکولو ډډه کوي.

دوی د دې ستونزې د حل په موخه له اسلامي امارت په ځینو برخو کې د پالیسیو د بدلون او د نړیوالو قوانینو د رعایت غوښتنه کوي.

د سیاسي  چارو شنوونکی جنت فهیم چکري وايي: « د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن ورځ تر بلې ډېريږي. زه هیله لرم اسلامي امارت له ځانه نرمي وښيي او د نړیوالو بشري حقونو، معاهدو او تړونونو په منلو سره، له ملګرو ملتونو او نورو دولتونو سره مثبت تعامل ته لاره هواره کړي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ او د سازمان عمومي غونډو ته د سرپرست حکومت د استازي وربلل، هغه اوږده او پېچلې ستونزه ده چې په تېرو درېیو کالو کې یې حل نه دی پیدا شوی.

اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب د نړیوالو اصولو سره سم د ځان حق بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist