Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له جګړو پاتې شوي ناچاوده توکي لاهم د افغانانو ژوند ګواښي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/21

حسن خان د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، دوه زامنو یې سدیس او انس له ناچاوده توکو سره د لوبو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل یې د تل لپاره معلول شوی دی.

حسن خان کله چې پیښه وشوه، دی په بل وطن کې په مزدورۍ پسې تللی وو، خو کله چې راغی نو وې لیدل چې دوه زامنو یې په دغه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل یې معلول شوی.

حسن خان وايي:«غره ته تللي وو، د کباړ په نوم یې نا چاوده بم له ځانه سره اخیستې او بیا یې په کوم څه وهلی او چاودلی دی. په دې پېښه کې مې دوه زامن شهیدان شوي او ابراهیم د تل لپاره معلول شو.»

حسن خان وايي، اوس مهال د ده زوی له سختو کړاوونو سره مخ دی او ان نه شي کولی خپلې اړتیاوې پوره کړي.

هغه د دغې پېښې لامل تېرې جګړې بولي او وايي، تیرې جګړې په هر کلي او کور کې ویر او ویجاړی په میرث پرېښی دی.

هغه زیاتوي: « ابراهیم هېڅ کار نه شي کولی او له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ ان تر دې چې خپلې جامې هم نه شي اغوستی او نه هم ځان وینځلی شي.»

معلول ابراهیم وايي، ژوند یې له کړاونو ډک دی او ان ښوونځي ته د تګ پرمهال خپل کتابونه هم نه شي وړلی. هغه له نورو ماشومانو غواړي چې له ناپېژانده توکو سره لوبې ونه کړي.

ابراهیم زیاتوي:« ماشومانو ته مې دا پیغام دی چې نا پېژانده توکو ته لاس ور نه وړي، که نه زما په شان به معلول شي.»

خلک وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره اوس په هېواد کې امن راغلی او باید ټولې سیمې له ناچاوده توکو او ماینونو پاکې شي، ترڅو بیا ځل د خلکو ژوند ونه ګواښي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist