Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د بلخ چهارکنت ولسوالۍ بڼوال: د مڼو باغونه مو د طبیعي آفتونو له امله زیانمن شوي

 د بلخ چهارکنت ولسوالۍ بڼوال: د مڼو باغونه مو د طبیعي آفتونو له امله زیانمن شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/21

د بلخ ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې  یو شمېر بڼوال وايي، د طبیعي آفتونو له امله یې د مڼو باغونه زیان شوي.

۷۵ کلن عبدالحمید چې خپل ډېر عمر یې د مڼو پر کاروبار او بڼوالۍ کې تېر کړی وایي، د کورني ژوند ټوله اړتیا له همدې لارې پوره کوي.

هغه وايي، سږني حاصلات یې طبیعي آفتونو ځپلي او د کرنې ریاست له خوا ورسرهېڅ مرسته نه ده شوې.

یوازې عبدالحمید نه دی بلکې ګڼ نور بڼوال هم سره له دې چې د مڼو حاصلاتو ته خوښ دي، خو طبیعي آفتونه او د اړوندو ادارو له خوا د ملاتړ نه شتون لویه ستونزه بولي.

بڼوال عبدالحمید وايي: « زما دا بڼ ۳۰ کلن دی او دوه، درېیو کالو کې یو ځل ښه حاصل ورکوي؛ هر کال ۱۰۰ تر ۱۵۰ زرو افغانیو عاید لرم، خو سږ کال زما مڼې چینجیو ووهلې او حاصلات یې را خراب کړل. که څه هم سږ کال د باغونو حاصلات ښه وو، خو د کرنې ریاست له خوا درمل ونه رسېدل او حاصلات زیانمن شول.»

یو تن بل بڼوال سید سمیع الله هم ورته شکایت لري او وايي: «له دولته غوښتنه کوو چې د آفت ضد درملو او کیمیاوي سرې همکاري وکړي او د آبیارۍ په برخه کې د اوبو غمه وخوري؛ ځکه زموږ اوبه کمې دي.»

په ورته مهال، چهارکنت  ولسوالۍ کې د مڼو یو شمېر کاروباریان بیا د مڼو پلور بازار له کمرنګۍ شکایت کوي او وایي، تېر ته په کتو سږ کال حاصلات ښه شوي، خو د بې ‌روزګارۍ له امله د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی او د پېر او پلور بازار یې سوړ کړی.

هټیوال غلام یحی وايي: « موږ له بڼوالو مڼې اخلو او له سهار تر ماښامه ورته ناست یو، خو د پېرلو خلک کم دي؛ یوه کیلیو په ل۱۰ تر ۲۰ افغانیو خرڅوو.»

همدارنګه یو بل هټیوال محمد یاسین بیا وايي:« تېر کال په دې ساحه کې مڼې ونه شوې او بازار ښه و، خو سږ کال چې مڼې پرېمانه دي، څوک یې نه اخلي. له دولته غوښتنه کوو چې یوه سړه خونه جوړه کړي ترڅو مڼې ژر خرابې نه شي.»

له دې ټولو سره، د چهارکنت ولسوالۍ ځايي چارواکي هم یادې ستونزې مني خو وايي، د حل په موخه یې له اړوندو ادارو سره خبرې کړې او ډېر ژر به ورته رسېدنه وشي.

د چهارکنت ولسوالۍ د ځمکو مدیر سید ناصر ادیب وايي: « چهارکنت ولسوالۍ ښه هوا لري او کولی شو په هره برخه کې یې د مڼو باغونه جوړ کړو. دلته د مڼو څو ډولونه ښه حاصلات لري او له ۲۰۰ تر ۲۵۰ جریبو پورې د مڼو بڼونه شته دي، لاهم خلک لګیا دي باغونه جوړوي او پراختیا ورکوي.»

چهارکنت د بلخ ولایت هغه غرنۍ ولسوالۍ ده چې اکثریت وګړي یې په بڼوالۍ او د مڼو په کاروبار بوخت دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له سرپرست حکومته د طبیعي آفتونو ضد درملو غوښتنه کوي او په خبره یېغواړي بازار ته ښه حاصلات وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist