Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټه د دوحې هوکړې په اړه ناسته رابولي

مېلر: بلېنکن په ټاکلې ورځ کانګرېس ته د افغانستان په اړه شاهدۍ ته نه شي حاضرېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/19

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه کانګرېس ته وضاحت نه ورکوي.

د دغه وزارت  ویاند متیو مېلر وايي، بلېنکن به په ټاکلې ورځ کانګرېس ته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د شاهدۍ لپاره حاضر نه شي.

مېلر وړانديز کړی چې د امريکا استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټه دې د بهرنيو چارو وزير پر ځاى د هغه مرستيال د شهادت لپاره ومني.

هغه زیاته کړې: « موږ لا هم نه پوهېږو چې کمېټې ولې دا ګام غوره کړی. هو! ویلی شم،  د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلېنکن په کانګرېس کې د افغانستان په اړه ١۴ ځله شاهدي ورکړې ده. له دغو  څلور یې دې کمیټې ته وړاندې شوي دي. یوه هغه يې په ځانګړې توګه پر افغانستان متمرکزه وه. انټوني بلېنکن نه شي کولی په کانګرېس کې حاضر شي؛ ځکه چې هغه نور مهم کارونه هم لري او د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته مو ویلي چې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال به ولېږي او د بهرنيو چارو وزير ته يې وړانديز کړى چې په راتلونکي کې دې دغې کمېټې ته حاضر شي.»

مېلر دغه راز ویلي، په کانګرېس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نه حاضرېدو لامل په ټاکلي ورځ د هغه سفرونه دي چې په غزه کې د اوربند لپاره ترسره کېږي.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي، د امریکا د کانګرېس او چارواکو ترمنځ ستونزې د جمهوریت غوښتونکو او ډیموراټانو د ټاکنيزو ناندریو یوه برخه ده او هڅه کوي چې په دې توګه یو او بل ضعیف وښیي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سېد بلال احمد فاطمي وايي: « د بهرنیو چارو وزارت په حساب اړوند مالومات ټول ریکارډ شوي، خو کانګرېس یو ځل بیا هم دا کار کوي چې کېدای شي بهرنیو چارو وزیر راشي او بیاهم وضاحت ورکړي. دا کار په راتلونکي کې خپله جمهوریت غوښتونکو ته هم ستونزې پېښوي، ځکه کله چې د قدرت تعادل له منځه ځي او فرضاً دغه ټاکنې ټرمپ ونه ګټي او کمېټه د ډیموکراټانو لاس ته ورشي، کولی شي عین لوبه له دوی سره هم وکړي.»

د کارپوهانو په اند، دا لومړی ځل دی چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د وضاحت لپاره لوړ پوړي امریکايي چارواکي احضاروي.

 دوی زیاتوي، چې امریکا له افغانستانه په ډېره بېړه ووته او په خبره یې افغانان يې په یوه پېچلي وضعیت کې پرېښودل.

دوی غوښتنه کوي چې امريکا باید د افغانانو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي او له سرپرست حکومت سره خپلې شته ستونزې د خبرو له لاري حل او فصل کړي.

د نړیوالو چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « د هغو ستونزو د حل لپاره چې افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ورسره مخامخ دي، باید له سیاسي او ډ‌یپلوماتیکو حل لارو کار واخیستل شي؛ ځکه چې د افغانستان خلک له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي او نه باید له یاده وایستل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کانګرېس بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مک‌‌کال هم بلېنکن ته ګواښ کړی و، که له افغانستانه د وتلو په اړه د یادې کمېټې د احضاریې غوښتنې ته پام ونه کړي، نو محاکمه به شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist