Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیف دې چلډرین له پاکستانه د راستنو شویو کورنیو ماشومانو ته د خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی

له پاکستان او ایران د متقي غوښتنه؛ له افغان کډوالو سره ښه چلن وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/18

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د بهرنیوسفیرانو سره په یوې ناسته کې ویلي، هغه هېوادونه چې د افغان کډوالو کوربه دي باید زغم ولري.

متقي په دغه ناسته کې د فغان کډوالو له له ټولو کوربه هېوادونو او په تېره بیا له ایران او پاکستان غوښتي چې له افغان کډوالو سره ښه چلن وکړي او پریږدي چې افغان کډوال په خپلې خوښې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

متقي له هېوادونو غوښتي چې له افغان کډوالو سره باید زور زیاتی ونه شي او کوربه هېوادونه باید بشري حقونو ته ژمن پاتې شي.

هغه په دې اړه وايي:« له ټولو هېوادونو هیله کوو د مهاجرینو په را ایستلو کې له زغم او احتیاط کار واخلي. موږ د دوی له کوربه توب مننه کوو او په راتلونکي کې هیله لرو چې له افغان مهاجرو سره ښه رویه وکړي، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران. زموږ غوښتنه دا ده چې خپله ۴۰ کلنه مېلمه پالنه په ښه توګه پای ته ورسوي او اجازه ورکړي چې افغان کډوال په خپله خوښه را ستانه شي.»

متقي همدا راز په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي، مرستندویه بشري حقونو نړیوال سازمانونه له افغان کډوالو سره باید خپلو مرستو ته د تېر په څېر دوام ورکړي او له حقوقو یې دفاع وکړي.

متقي وايي، دغه مرستې باید په داسې ډول ترسره شي چې راتلونکي کې افغانان د خپل روزګار خاوندان وي او له اوسني اوضعیته ووځي.

هغه زیاتوي:« له نړیوالو ادارو هم مننه کوو چې کلونه یې د افغان مهاجرو لاسنیوی کړی او لایې هم کوي. هیله لرو، دغه مرستې په هېواد کې دننه او بهرنیو کمپونو کې ادامه ولري. په ځانګړې توګه راتلونکي ژمي کې ښه تدابیر ونیول شي.»

له دې سره د سیاسي چارو شنونکي هم غوښتنه کوي، چې د افغان کډوالو کوربه هېوادونه دې د کډوالۍ نړيوالو اصولو ته په ژمنتيا سره، د يادو کډوالو حقونو تامين تامين کړي.

د سياسي چارو شنونکی نجيب‌الرحمن شمال وايي: «زه هیله لرم د نړۍ په هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د کوربه هېوادونو نظم او قوانین مراعات کړي ترڅو په جبري توګه د ایستلو زمینه برابره نه شي. د افغانستان اوسني شرایط له هېڅ امله د مهاجرانو پر ګټه نه دي او په راتګ سره به یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.»

د کډوالۍ نړیوالو قوانینو او اصولو پر اساس، د کډوالو کوربه هېوادونه باید له کډوالو سره ښه چلن ولري او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي او ورسره زور زیاتی له نړیوالو قوانینو سر غړونه ده.

په دې وروستیو کې ایران  او پاکستان کې کې د حکومت له لوري افغان کډوالو سره ناسم چلن کیږي، پر زوره یې له خپلو هېوادونو وباسي او همدا راز د قانوني اسنادو د نه لرلو په پلمه یې نیسي او زندانونو ته یې اچوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist