Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراهي: نږدې راتلونکي کې به د رسنیو قانون توشېح شي

فراهي: نږدې راتلونکي کې به د رسنیو قانون توشېح شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/18

د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې دا ځل د اطلاعاتو او کلتورو وزارت مسوولینو د تېر یوه کال کاري فعالیتونه له رسنیو سره شریک کړل.

په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو وویل، دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۳۷۰ بېلابېلې رسنۍ فعالیت کوي او په راتلونکي کې له اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او افغاني دود او دستور سره سم تازه تأسيس کېدونکو رسنیو ته هم د فعالیت جواز لیکونه ورکوي.

د دغه وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي که څه هم اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د رسنیو قانون د جوړېدو په برخو کې ستونزې مني، خو په نږدې راتلونکي کې د رسنیو د قانون د توشېح خبر ورکوي.

فراهي زیاتوي: « د هېواد د ټولو ادارو قوانین تر څېړنې لاندې دي او د رسنیو قانون هم د کتنې لپاره استول شوی. هڅه کوو داسې قانون ولرو چې زموږ د خبریالانو حقوق په کې تر ډېره خوندي وي.»   

په ورته وخت کې فراهي وايي، په آنلاین بڼه یې تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو ته د جواز ورکولو پروسه پیل کړې او د کتابونو د منځپانګې ارزولو لپاره یې کمېسیون او د یوټیوب چینلونو د کاري ارزونې لپاره طرزالعمل ترتیب کړي دي.

د فراهي په خبره،  تېر کال یې۶۷۰ خبریالانو ته د هویت کارتونه ویشلي چې اصلي موخه یې د خبریالانو د هویت پېژندنې او د هغوی له نوم د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوی ښودلی.

هغه زیاتوي: « تر ټولو مهم په کې ۶۲۰ تنو خبریالانو ته د هویت کارتونو وېشل دي. له دې پروسې موخه د خبریالانو ثبتونه ده، ترڅو اداراتو ته د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخامخ نه شي او کره شمېره یې په ګوته شي. له دې وروسته به څوک د خبریال په نوم ناوړه ګټنه نه شي کولی.»

د دې وزارت مسوولین دغه راز وايي، د مس عینک په څېر د هېواد بېلابېلو ولایتونو له تاریخي سیمو څخه د تاریخي آثارو د قاچاق او دولتي ملکیتونو د غصب مخنیوی یې کړی او په دې تور یې یوه مافیايي کړۍ هم نیولې چې په کې بهرني اتباع هم شامل دي.

دوی زیاتوي، تېر کال یې د ځوانانو د روزنې او ظرفیت لوړونې په برخو کې له ۳۰۰ زیات ښوونیز سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي او له ۱۰۰ خصوصي پوهنتونونو، انسټیټيوتونو او ښوونیزو مرکزونو سره یې د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق الله عزیزي وايي: « د فرمان له مخې، د خپلسرو کېندنو او قاچاق مخه نیول شوې. په دې وروستیو کې یوه لویه مافیايي کړۍ نیول شوې او تاریخي آثار ترې ګرځول شوي دي.» 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد یونس راشد وايي: « له ۱۰۰زیاتو خصوصي پوهنتونونو، انسټیټیوټونو او ښوونیزو مرکزونو سره تفاهم لیکونه لاسلیک شوي ترڅو په مرکز او ولایتونو کې ۱ زر ۵۸۱ تنو ځوانانو ته وړیا او ۱۷ زره ۷۸۷ تنو ځوانانو ته په تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره کړي.» 

په ورته مهال، د دې وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال قدرت الله جمال وايي، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۹ زره بهرنیو سیالانیانو د هېواد له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو لیدنه کړې.

د جمال په خبره، د ګرځندویانو د جلب لپاره یې بهرنیو سیلانیانو ته د ویزو په برخه کې سهولتونه ایجاد کړي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ګڼ تفریح ځایونه جوړ او ګټه اخیستنې ته سپارلي.

هغه په دې اړه وايي: « د ګرځندوی صنعت په برخه کې شاوخوا ۳ زره شرکتونه ثبت شوي چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ژمن دی چې سیلانیانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي؛ په همدې موخه یو شمېر سیاحتي سیمو لکه ځاځیو آریوب، کاپیسا، نورستان او غور ولایتونو کې د سیلانیانو لپاره معیاري هوټلونه جوړیږي او دا مهال یې کارونه روان دي.»

د دغه وزارت مسوولین په دې موده کې د رسنیو د څېړلو او اصلاح لپاره د یوې طرحې خبر ورکوي چې له مخې به یې شاوخوا ۱۵۰ تصویري او غږیزې رسنۍ او یوټیوب چینلونه د سرپرست حکومت له پالیسیو سره سم اصلاح کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist