Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمان کې د افغانستان سفارت بېرته فعاليت پيل کړ

عمان کې د افغانستان سفارت بېرته فعاليت پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/18

د سرپرست حکومت له واکمنۍ که څه هم څه باندې درې کاله تېرېږي، خو له رسميت پېژندنې پرته د سيمې او نړۍ په ځينو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او سياسي استازولۍ ياد حکومت ته سپارل شوي.

 د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د عمان په پلازمېنه کې د افغانستان سفارت د اوسني حکومت ډيپلوماټانو پر مټ بېرته فعال شوی او دغلته به په نورما ډول خپل فعاليت پر مخ وړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، په مسقط کې د افغانستان سفارت له کوربه هېواد سره په تفاهم فعال شوی او د تېرې يک‌شنبې په ورځ يې رسما فعالیتونه پيل کړې.

هغه په دې اړه وايي:«د عمان پلازمېنې مسقط کې د افغانستان د سفارت چارې د اسلامي امارت ډیپلوماټانو له لارې په منظم ډول ترسره کېږي. دغه سفارت خپل فعالیتونه د ۱۴۴۶ کال د درېیمې میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې په عادي ډول پیل کړې دي.»

تکل وايي، په مسطقط کې د افغانستان سفارت په فعالېدو سره به په راتلونکي کې د کابل او مسقط دوه اړخېزې اړيکې لا پسې وغوړېږي.

هغه زیاته کړې: « د کوربه هېواد په همکارۍ د سفارت د فعالیتونو بیا پيل به د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او دینې اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.»

د نظر خاوندان د عمان په پلازمینه مسقط کې د افغانستان سفارت چارو پیلیدل ګټور ګڼي او زیاتوي، چې له دې سره به افغانستان پر نړيواله کچه له هېوادونو سره تعامل ته يو قدم نور هم ور وړاندې شي.

 د سیاسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: « له عمان سره ډیپلوماټیکې اړیکې په حقیقت کې د دې ثبوت دی چې موږ په نړۍ کې د تجرید له حالت څخه د تعامل حالت ته روان یو. هیله ده چې په کورنیو چارو کې د اصلاحاتو له لارې دغه پروسه نوره هم ګړندۍ کړو، ترڅو افغانستان خپل نړیوال موقف او حق ترلاسه کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم بیا وايي: « دولتونه له یو بل سره اړیکې لري. له بل دولت سره د هر ډول اړیکو جوړېدل د افغانستان پر ګټه دي. دا هېوادونه کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي، افغانستان ته سفر ولري او افغانان هلته مېشت دي او دا له هره پلوه د افغانستان پر ګټه ده.»

په عمان کې د افغانستان سفارت له بيا فعالېدو يوه اوونۍ وړاندې برعکس په ناروې کې د افغانستان سفارت وتړل شو او ټاکل شوې ده، د روانې سپټمبر پر ۲۷مه په لندن کې هم د افغانستان سفارت خپل فعاليت تر نامالومې مودې وځنډوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist