Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې

امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/18

د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اختلافونو پر دوام اسلام‌ آباد بې طرفي اختيار کړې او ډاډ يې ورکړی چې له واشنګټن او بېجينګ سره به يې اړيکې د شريکو ګټو په چوکاټ کې د متقابل احترام د اصل پر اساس دوام ولري.

خو تازه د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان بس د واشنټګن او اسلام‌ آباد پر اړيکو سربېره د افغانستان په ګډون د سيمې پر امنيتي او سياسي وضعيت د بحث لپاره پاکستان ته رسېدلی.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، جان بس د خپلو ليدنو په لړ کې د پاکستان له بهرنيو چارو وزير او د دې هېواد د پوځ له لوی درستز سره د شريکو مسايلو ترڅنګ د افغانستان پر سياسي او امنيتي وضعيت غږېدلی.

دواړو لوریو له ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره له مبارزې سربېره په سیمه کې د ټیکاو او سوکالۍ پر اهمیت هم ټینګار کړی.

د  سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې د لوېديځ لمنه نیولې او هڅه یې کړې چې له دې لارې خپلو موخو ته ورسېږي.

 د دوی په باور، پاکستان لا هم په سیمه کې د لوېدیځ لپاره د اطلاعاتو ټولونې اصلي مرجع ده.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « دا ښکاره خبره ده چې پاکستان د امریکا او ناټو غړیو هېوادونو د پروګرامونو پرمخ وړلو مجري هېواد دی او هغوی هم د سیمې او افغانستان په اړه خپلې پروژې پاکستان ته ورکوي. پاکستان د همدې لپاره جوړ شوی او تغذیه کېږي. همدا لامل دی چې امریکايي چارواکي پاکستان ته ډېر تګ راتګ کوي. دا لړۍ له پخوا راهیسې روانه ده او ادامه به لري.»

بله خوا، ځېنې نور بیا وايي، افغانستان لاهم د امریکا لپاره مهم دی او هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو يې په اړه مالومات ترلاسه کړي او په دې توګه په افغانستان او سيمه کې خپل سياسي او پوځي نفوذ ته دوام ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر معین ګل څمکنی وايي: « دلته د امریکا موخې دا دي چې پاکستان له چین څخه را جلا کړي. امریکا په دې وروستیو کې د چین په هغو کمپنیو بندیز ولګاوه چې د پاکستان بالستیک توغندیو په جوړولو کې یې همکاري لرله. ښايي لوېدیځ داسې پلان هم ولري چې د افغانستان او پاکستان له لارې منځنۍ آسیا، ایران، چین او نورو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستيال داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې خیبرپښتونخوا او بلوچستان له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دي.

ياد امريکايي چارواکي د پاکستاني طالبانو تحریک پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې او دغه ډله یې د سیمې لپاره ګواښ ګڼلی.

آزاد خبریا طاهر خان په دې اړه وايي: « له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په اسلام آباد کې به د امریکا دغه مرستیال وزیر د امریکا او پاکستان پر ګډو امنیتي اندېښنو خبرې کوي. د امریکا سفارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې خبره وکړه او هم په دغو خبرو کې افغانستان د بحث یوه مهمه موضوع ده.»

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې د دې وزارت مرستيال به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال دواړو هېوادونو ته پر متوجې امنیتي ګواښونو هم خبرې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist