د دولتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنود تشرېح پروګرام په لړ کې داځل د علومو اکاډمۍ خپلې یو کلنې کړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
په دې خبري ناسته کې دعلومو اکاډمۍ مسوولینو وویل، اوس افغانستان د اسلامي علومو په برخه کې پرځان بسیا دی او د مسایلو د حل لپاره د مصر الازهر او د هند دیوبند جامعو ته هېڅ اړتیا نه لري.
د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال شیخ امیرجان ثاقب وايي: « موږ د افغانستان خلک په اسلامي علومو کې دېته اړتیا نه لرو چې د یوې مسالې د حل لپاره مصر یا هند ته لاړ شو. موږ دلته کافي کادرونه لرو، خو کافیت نه کوي او لا نور مزل باید وکړو.»
ثاقب وايي، هغه مهال قوم او ولس له منځه ځي چې د نورو تابع شي، په تعلیمي برخو کې یې ستونزې پیدا او له خپلې اصلي تګلارې وګرځول شي.
د ثاقب په خبره، هېوادونه هغه مهال نړیږي چې په طبابت، کرنې او نورو برخو کې یې خدمتونه غیر معیاري وي.
هغه زیاتوي: « علومو اکاډمي د یوه هېواد د ملا تير دی. یو هېواد هغه وخت فلج کېږي چې د علومو له پلوه معیاري نه وي. د یوه هېواد له منځه وړلو لپاره بمونو ته اړتیا نه شته، بلکې د تعلیم له منځه وړل سبب کېږي چې هغه هېواد خپله له منځه لاړ شي.»
په ورته مهال، د علومو اکاډمۍ مسوولین وايي، د یوه ځانګړي پروسیجر له مخې به له دې وروسته د اکاډمۍ ټول چاپېدونکي کتابونه د کره کتنې په موخه کندهار ته لېږل کیږي.
د دوی په خبره، تر دې مهاله یې په بېلا بېلو برخو کې لیکل شوي ۲۰ کتابونه لېږلي او۵۰ نور هم چمتو دي.
دوی زیاتوي، له چاپ وړاندې کندهار ته د کتابونو د لېږد اصلي موخه د کتاب له محتوا د اسلامي امارت د رهبرۍ په جریان کې اچول دي ترڅو له پالیسیو سره برابره محتوا ولرو.
د علومو اکاډمۍ علمي منشي ډاکټر رفیع الله نیازی وايي: « د افغانستان د علومو اکاډمۍ د امیرالمؤمنین له فرمان سره سم نوي چاپېدونکي کتابونه د یوه پروسیجر له لارې کندهار ته استوي او د هغه ځای له تایید وروسته چاپېږي. تر اوسه ۲۰ عنوان کتابونه د کره کتنې لپاره استول شوي او ۵۰ نور د استولو لپاره چمتو دي. په دغو کتابونو کې د دینې او عصري علومو اړوند کتابونه شامل دي.»
د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال شیخ امیرجان ثاقب وايي: « د کتاب منځپانګه باید ټولنې ته له وړاندې کولو څخه مخکې د رهبرۍ له کتنې تېره شي. په اسلامي احکامو کې د وخت د امیر ونډه ډېره مهمه ده.»
د علومو اکاډمۍ د نویو لغاتونو او اصطلاحاتو د جوړولو خبره کوي او وايي، پرهېواد د کلتوري یرغل او د بهرنۍ ترمینالوژۍ د مخنیوي لپاره په زرګونه بهرني لغاتونه او کلمات ژباړلي، پښتو او دري کې یې ورته معادل کلمات برابر کړي.
د علومو اکاډمۍ علمي منشي ډاکټر رفیع الله نیازی وايي: « د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز شاوخوا ۱۰۰۰ نوي لغاتونه او اصطلاحات پښتو او دري ته ژباړلي او دا لړۍ لا روانه ده.»
شیخ امیرجان ثاقب وايي: «فرهنګي یرغل دېته وايي چې یو هېواد د بل هېواد په ژبه کې خپل کلمات رواج کړي. دغه کار د ملت له منځه تللو مانا لري. موږ له دوه تر دوه نیم زرو نوي لغتونه ژباړلي دي.»
د علومو اکاډمۍ مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې یې د بېلابېلوعلومو په برخه کې ۳۷ علمي او څېړنیزې پروژې بشپړې کړې دي او له ۲۵۰ زیاتې نورې علمي او څیړنې پروژې یې ترکارلاندې دي.
د دوی په خبره، د علومو اکاډمۍ له خوا تېر کال کې لسګونه علمي کنفرانسونه او څېړنیز سیمینارونه جوړ شوي او همدا راز د بېلا بېلو علومو په برخه کې لسګونه عنوان کتابونه چاپ شوي دي.
د علومو اکاډمۍ علمي منشي ډاکټر رفیع الله نیازی وايي: « د علومو په بېلابېلو برخو کې ۳۷ علمي او څېړنیزې پروژې بشپړې شوې،۲۸۰ علمي او څېړنیزې پروژې تر کار لاندې دي او ۵۷ علمي څېړنیز کنفرانسونه وړاندې شوي دي. همدارنګه په ملي سطحه ۶ علمي او څېړنیز سیمینارونه جوړ شوي او په بېلابېلو برخو کې ۳۴ عنوانه کتابونه چاپ شوي چې ټولیز شمېر یې ۱۱ زره ۹۰۰ ټوکه کېږي.»
علومو اکاډمۍ د هېواد ترټولو لوړ څېړنیز اوعلمي مرکز دی چې په بېلا بېلو طبیعي، تخنیکي، اسلامي، طبي، ادبي، تاریخي او نورو علومو په برخه کې څیړنې او د ظرفیت لوړولو په موخه کار کوي.
د افغانستان علومو اکاډمي ۵۲۱ علمي او اداري تشکیلات لري چې اوس مهال په بېلا بېلوعلمي برخو کې پر کار بوخت دي.۸