Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

شنوونکي: د افغانستان په تړاو له سیاسي ډلو سره خبرې د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/16

د امریکا استازو جرګې په یوه پرېکړه لیک چې د روانې سپټمبر میاشتې په لسمه نېټه خپور شوی، پر سرپرست حکومت ګڼې نیوکې کړې.

دغه پرېکړه لیک چې د یادې جرګې د یوه غړي ټیم بورچېټ له لوري کانګرېس ته وړاندې شوی، سرپرست حکومت ته د یوه ترهګر سازمان خطاب کوي او پر اسلامي امارت تور پورې کوي چې په افغانستان کې یې ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه برابر کړي دي.

په پرېکړه لیک کې دغه راز ادعا شوې چې اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته، په پراخه کچه بشري حقونه نقض کړي، د سیمې بې ثباته کولو هڅې یې پیل کړې او ورسره نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي.

د امریکا استازو جرګې د ۱۴۳۳ پرېکړه ‌لیک یوه برخه کې راغلي: « طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست میاشتې وروسته، د تاوتریخوالي او ځپلو سیسټماټیکه مبارزه پیل کړې. د افغانانو بنسټیز حقونه یې کمزوري کړي او نړیوال نورمونه یې تر پښو لاندې کړي دي. دوی بهرنیو ترهګریزو سازمانونو ته د فعالیت خوندي پټنځایونه برابروي، سیمه بې ثباته کوي او نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي.»

پرېکړه لیک کې د امریکا له حکومته غوښتل شوي چې له ویانا جریان څخه چې د اوسني حکومت سیاسي او پوځي مخالفان او د مدني ټولنې فعالان په کې را ټول دي؛ ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د ډیموکراتیک نظام رامنځته کېدو او د بشري حقونو له خوندي کېدو سره مرسته وکړي.

راپورونه وايي، د دې پرېکړه لیک یوه کاپي د امریکا بهرنیو چارو وزارت او بله یې ملګرملتونو ته استول کیږي ترڅو دغه ادارې د ویانا له جریان څخه ملاتړ ته را وبلل شي.

اسلامي امارت بیا دغه څرګندونې د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه بولي او برعکس د هغو امریکايي سیاستوالو او څېرو شخصي یې نظر ګڼي چې په وینا یې جنګ غوښتونکي دي او له ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته له سیاسي او پوځي ماتې اغېزمن شوي دي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند هم فاکس نیوز ته ویلي و چې په افغانستان کې د هېڅ راز وسله والې ډلې او پوځي ښکېلتیا ملاتړ نه کوي.

د دې ترڅنګ اسلامي امارت د افغانستان د اوسني حکومت په توګه له وسله والو ډلو سره هر راز اړیکې په کله رد کړې او وايي، اجازه نه ورکوي دغه ډلې په کور دننه او له افغان خاورې په استفادې نور هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

د سیاسي چارو شنوونکی حکمت الله حکمت وايي: « د متحده ایالتونو دغه ادعا چې په افغانستان کې ترهګر دي او نړۍ ننګوي، یو دروغین او خصمانه سیاست دی. د مخالفینو ملاتړ او له هغوی سره ګډ کار د هغې ناکامې تجربې تکرار دی چې په تېرو ۲۰ کالو کې و ازمویل شوه. »

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال بیا په دې اړه وايي: « که څه هم د اسلامي امارت سیال یا مقابل لوری په افغانستان کې ځای نه لري، خو که چېرې امریکا یا د نړۍ نور هېوادونه د دوی تر شا ودرېږي، پوځي او اقتصادي مرستې یې وکړي، کولی شي په افغانستان کې ستونزې ډېرې کړي.»

له بلې خوا، دا اندېښنه هم شته چې د سرپرست حکومت یو شمېر هغه پرېکړې ښايي له نړۍ سره د رسمي تعامل پر وړاندې خنډونه جوړ کړي چې په کور دننه او بهر پرې نیوکې کیږي.

د سیاسي چارو کارپوهان غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې پر هغو پریکړو له سره غور وکړي چې د ولس د نارضایتۍ او نړیوالې ټولنې د نیوکو لپاره لار جوړوي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حمکت وايي: «د افغانانو لپاره د اندېښنې خبره دا ده چې د اسلامي امارت په کورني سیاست او فعالیتونو کې داسې څه شته چې کولی شي دغه نظام، سوله، امنیت، د افغانستان راتلونکی او له نړۍ سره تعامل له ننګونو سره مخ کړي. که دغه سیاستونه اصلاح نه شي، تر امریکا او مخالفینو زیات د اسلامي امارت پر زیان دي او په هغه برخلیک به یې اخته کړي لکه په لومړۍ دوره کې چې پرې اخته شول.» 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج هم ورته نظر لري او وايي: « مخکې له دې چې نړۍ د ویانا غونډه یا نورې جبهې جوړې کړي او مخالفینو ته مادي، معنوي او د وسلو مرستې ورکړي، په کار ده چې طالبان په خپل سیاست کې بدلون راولي، د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي، یوه دایمي او قانوني اداره رامنځته کړي، له طالبانو پرته نورو کسانو ته کار وکړي، اساسي قانون او نور قوانین ولري. که داسې ونه شي ښايي نړیوال نور پروګرامونه عملي کړي.»

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته په ټول هېواد حاکمیت لري او په تېرو درېیو کالو کې د وسله ‌والو ډلو د ځپلو او پر وړاندې یې د جدي مبارزې ادعا لري.

د سیاسي چارو کارپوهان د اوسني نظام له رسمي آدرس پرته له هرې سیاسي ډلې او خوځښت سره خبرې اترې او ملاتړ یې د نړیوالو اصولو خلاف ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist