Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: آصف درانی د کابل- اسلام‌ آباد د اړيکو رغولو کې پاتې راغی

درانی: د اوکراین او منځني ختیځ جګړو افغانستان له نړیوالو هېر کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/16

د افغانستان لپاره د پاکستان مخکېني  ځانګکړي استازي آصف دراني له دندې تر ګوښه کېدو وروسته په خپلې لومړنۍ مرکې کې ویلي، په اوکراين او منځني ختيځ کې د روانو جګړو له امله افغانستان د نړيوالې ټولنې په اجنډا کې څنډې ته شوی.

نوموړي د يوه احتمال په مطرح کولو سره زياته کړې چې د اوږدې مودې لپاره په سياسي انزوا کې د افغانستان پاتې کېدل به د سيمې پر حالاتو منفې اغېز وکړي.

هغه زیاته کړې: «په اوسنیو شرایطو کې نړیوالې ټولنې افغانستان له پامه غورځولی؛ ځکه په اوکراین کې جګړه ده او بله خوا تاسې ګورئ چې د فلسطین په غزه کې هم ټول ‌وژنه روانه ده. نو له همدې امله افغانستان له پامه غورځول شوی. د افغانستان له پامه غورځول نه یوازې پر دغه هېواد بلکې په ټولې سیمې منفي پایلې لرلی شي.»

دراني د افغانستان سرپرست حکومت پر پالیسيو نیوکه کړې او وايي، د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه هم د حکومتوالۍ اصول په سمه توګه نه دي درک کړي.

نوموړي په افغانستان کې اوسنی اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په خبره يې، که نړیواله ټولنه له افغانستان سره د اقتصادي ناورین مهارولو کې همکاري ونه کړي، اسلام آاباد يې بايد مخامخ اغېزو ته چمتو شي.

درانی زیاتوي: « په افغانستان کې اوسنی اقتصادي وضعیت پر ټپه ولاړ دی. بهتره ده ووایم که هلته نړیواله ټولنه د شته لوږې په اړه غور ونه کړي، نو دا پر پاکستان هم مخامخ اغېز لرلی شي؛ ځکه خلک هلته د لوږې او محرومیت له امله اړ کېږي چې دلته پاکستان ته راشي. افغانانو ته د ځان ژغورنې لپاره تل پاکستان لومړی انتخاب دی. د طالبانو لپاره به د افغانستان اوسني اقتصادي کړکیچ کنټرول خورا سخت وي او خدای مه کړه چې دغه څه بیا پر پاکستان هم اغېز ولري.»

سرپرست حکومت د دراني څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، د حکومتوالۍ، اقتصادي پرمختګ او له نړۍ سره د اړیکو په برخو کې لاسته راوړنې لري او  له ګاونډیو غواړي چې د افغانستان په چارو کې دې بې ځایه مداخلې نه کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « د افغانستان اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او موږ د اقتصادي ثبات په لور روان یو. که څه هم زموږ او زموږ د ګاونډیانو ترمنځ ارګانیکي اړیکه شته ده، خو موږ په دې بریالي شوي یو چې خپل اقتصادي وضعیت په غوره بڼه مدیریت کړو.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان هم مني چې افغانستان له پام غورځول شوی، خو ډاډ ورکوي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت دومره بحراني هم نه دی چې اسلام آباد یې اندېښنه لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « اړتیا ده چې د پاکستان سیاستوال د خصمانه او تخریب ګونه سیاستونو پر ځای، د سیاسي، اقتصادي، فرهني، نظامي او ټولنیزو ستونزو لپاره حل لارې پیدا کړي؛ ځکه چې په دغو برخو کې د پاکستان د حکومت ناکامي د نا امنیو سبب شوې او افغانستان په کې لاس نه لري. ښه ده چې دوی خپلو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي ترڅو دوه اړخیز مناسبات له دې زیات خراب نه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستيالې تهمینې جنجوعه ویلي، پاکستان باید له کابل سره د خپلو پېچلو اړیکو د ښه کولو لپاره خبرو او اترو ته کېني ترڅو د وسله والو ډلو پر ضد د مبارزې لپاره یوه مناسبه حل لاره پېدا شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist