د افغانستان لپاره د پاکستان مخکېني ځانګکړي استازي آصف دراني له دندې تر ګوښه کېدو وروسته په خپلې لومړنۍ مرکې کې ویلي، په اوکراين او منځني ختيځ کې د روانو جګړو له امله افغانستان د نړيوالې ټولنې په اجنډا کې څنډې ته شوی.
نوموړي د يوه احتمال په مطرح کولو سره زياته کړې چې د اوږدې مودې لپاره په سياسي انزوا کې د افغانستان پاتې کېدل به د سيمې پر حالاتو منفې اغېز وکړي.
هغه زیاته کړې: «په اوسنیو شرایطو کې نړیوالې ټولنې افغانستان له پامه غورځولی؛ ځکه په اوکراین کې جګړه ده او بله خوا تاسې ګورئ چې د فلسطین په غزه کې هم ټول وژنه روانه ده. نو له همدې امله افغانستان له پامه غورځول شوی. د افغانستان له پامه غورځول نه یوازې پر دغه هېواد بلکې په ټولې سیمې منفي پایلې لرلی شي.»
دراني د افغانستان سرپرست حکومت پر پالیسيو نیوکه کړې او وايي، د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه هم د حکومتوالۍ اصول په سمه توګه نه دي درک کړي.
نوموړي په افغانستان کې اوسنی اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په خبره يې، که نړیواله ټولنه له افغانستان سره د اقتصادي ناورین مهارولو کې همکاري ونه کړي، اسلام آاباد يې بايد مخامخ اغېزو ته چمتو شي.
درانی زیاتوي: « په افغانستان کې اوسنی اقتصادي وضعیت پر ټپه ولاړ دی. بهتره ده ووایم که هلته نړیواله ټولنه د شته لوږې په اړه غور ونه کړي، نو دا پر پاکستان هم مخامخ اغېز لرلی شي؛ ځکه خلک هلته د لوږې او محرومیت له امله اړ کېږي چې دلته پاکستان ته راشي. افغانانو ته د ځان ژغورنې لپاره تل پاکستان لومړی انتخاب دی. د طالبانو لپاره به د افغانستان اوسني اقتصادي کړکیچ کنټرول خورا سخت وي او خدای مه کړه چې دغه څه بیا پر پاکستان هم اغېز ولري.»
سرپرست حکومت د دراني څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، د حکومتوالۍ، اقتصادي پرمختګ او له نړۍ سره د اړیکو په برخو کې لاسته راوړنې لري او له ګاونډیو غواړي چې د افغانستان په چارو کې دې بې ځایه مداخلې نه کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « د افغانستان اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او موږ د اقتصادي ثبات په لور روان یو. که څه هم زموږ او زموږ د ګاونډیانو ترمنځ ارګانیکي اړیکه شته ده، خو موږ په دې بریالي شوي یو چې خپل اقتصادي وضعیت په غوره بڼه مدیریت کړو.»
د نړیوالو اړیکو کارپوهان هم مني چې افغانستان له پام غورځول شوی، خو ډاډ ورکوي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت دومره بحراني هم نه دی چې اسلام آباد یې اندېښنه لري.
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « اړتیا ده چې د پاکستان سیاستوال د خصمانه او تخریب ګونه سیاستونو پر ځای، د سیاسي، اقتصادي، فرهني، نظامي او ټولنیزو ستونزو لپاره حل لارې پیدا کړي؛ ځکه چې په دغو برخو کې د پاکستان د حکومت ناکامي د نا امنیو سبب شوې او افغانستان په کې لاس نه لري. ښه ده چې دوی خپلو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي ترڅو دوه اړخیز مناسبات له دې زیات خراب نه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستيالې تهمینې جنجوعه ویلي، پاکستان باید له کابل سره د خپلو پېچلو اړیکو د ښه کولو لپاره خبرو او اترو ته کېني ترڅو د وسله والو ډلو پر ضد د مبارزې لپاره یوه مناسبه حل لاره پېدا شي.