واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهيسې چارواکي ډاډ ورکوي چې د ځانګړې طرحې له بشپړېدو سره به نجونو ته هم د تعليم او تحصيل اجازه ورکړل شي او په دې توګه به هغه امرثاني را ورسېږي چې وخت يې ناملوم دی او لا يې د نجونو تعليم او تحصيل معطل کړی.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو په اړه په حکومت کې دننه روانو مذاکراتو پرمختګ کړی او له همدې کبله تمه ده چې په راتلونکي کې په دې اړه مثبته پرېکړه وشي.
که څه هم نوموړی د پرمختګ خبره کوي، خو وايي لا هم په دې اړه د قاطع پرېکړې په موخه بحثونو ته اړتيا ده.
هغه زیاتوي: « موږ هیله لرو چې د پوهنې وزارت څومره ژر چې کېږي زموږ د خویندو او لورانو پر مخ ښوونځي خلاص کړي. دا یو اړین کار دی، زه یې لازم او فرض بولم. په دې اړه جدي کارونه روان دي او زه هیله لرم چې ژر خلاص شي.»
د سرپرست حکومت ځيني نور چارواکي هم د ديني زده کړو ترڅنګ، عصري زده کړې حياتي بولي او له همدې کبله پر نړيوالو غږ کوي چې د ودې لپاره يې ښوونځيو ته سرپنا برابره کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي: « زموږ دا جدي غوښتنه ده چې په ښوونځي، دیني مدرسې او پوهنتون کې دواړو دیني او عصري زده کړو ته پام وشي. د دغو مرکزونو ښوونکي باید په دواړو دیني او عصري علومو سمبال وي. دغه واټن باید ختم شي او هر هغه اسانتیاوې برابرې شي چې ورته اړتیا ده.»
له دې سره، د ځينو خیريه بنسټونو مسوولین د نجونو د تعليم او تحصيل پر وړاندې د ستونزو هوارولو لپاره دری کاله کافي وخت بولي او وايي، سرپرست حکومت لا هم په دې برخه کې د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.
دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د بې سوادۍ د مخنيوي لپاره دې سياسي ستونزې حل کړي او اجازه دې نه ورکوي چې د افغانانو د تعليم او تحصيل حق د يادو ستونزو قرباني شي.
د یوه خیریه بنسټ رییس محمد یونس ارغندېوال وايي: « د بې سوادۍ له منځه وړلو لپاره باید یوه حل لاره پیدا شي. باید حکومت داسې یوه تګلاره خپله کړي چې سیاسي ستونزې له منځه لاړې شي.»
شاوخوا ۱ زر ۱۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځو دروازې بندې دي.
که څه هم له پيل راهیسې د دغو دروازو د بېرته پرانیستلو غوښتنې کېږي، خو د هېواد په یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې ګڼ شمېر داسې ښوونځي شته چې فعال دي خو د خوندو زده کړو لپاره ودانۍ نه لري.