Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د هرات اوسېدونکي: د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت لوړېدو سره به مو د برېښنا کمښت ستونزه حل شي

 د هرات اوسېدونکي: د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت لوړېدو سره به مو د برېښنا کمښت ستونزه حل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/15

هرات یو له سترو صنعتي ولایتونو دی او صنعت برېښنا ته اړتیا لري، خو د دې ولایت اوسېدونکي هم د هېواد د نورو سیمو په څېر په ساړه او تاوده موسم کې د برېښنا کمښت له امله ستونزو سره مخ وي.

څو ورځې وړاندې د ټاپي پروژې له پیل سره سم په دې ولایت کې د نورالجهاد برېښنا سبسټېشن په فعالیت پيل وکړ او د ظرفیت په لوړېدو سره یې تمه ده چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا هم دوه برابره شي.

د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي اوس د برېښنا کمښت ستونزې هوارېدو ته هیله من شوي دي.

د هرات ولایت یو تن اوسېدونکی احمد شفیع وايي: « په دې وروستیو کې د هرات ښار کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې وه. اوس چې نور الجهاد سبسټېشن فعال شوی، د برېښنا په تړاو د خلکو ډېرې ستونزې به هوارې کړي او په کاروبار کې به اسانتیاوې راشي.»

د هرات ښار یو بل اوسېدونکی وايي: «موږ کولی شو د برېښنا له پلوه پرمختللیو امکاناتو ته لاسرسی پیدا کړو. همدا اوس په صنعتي ښارګوټي کې ډېرې فابریکې برېښنا ته اړتیا لري.»

بله خوا، د هرات صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین هم ډاډ ورکوي چې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت په لوړېدو سره به د دې ولایت صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا کمښت ستونزه څه نا څه حل او د کورنیو تولیداتو وده به چټکه شي.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي: « د ګازو او برېښنا پروژې په صنعتي برخو کې ډېر زیات رول لري او د کارونو د پرمختګ سبب کېږي.»

همدارنګه، د افغانستان برېښنا ریاست مسوولین هم د پرمختګونو خبره کوي او وایي، هرات کې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت د برېښنا شرکت د ۳.۵ میلیونو ډالرو په لګښت، دوه برابره لوړ شوی او اوسمهال یې ظرفیت د ۱۱۰ کیلو ولټ څخه ۲۲۰ کیلو ولټ ته پورته شوی دی.

د برېښنا ریاست اجرائیوي رییس عبدالباري عمر وايي: «د دغه سبسټېشن په ظرفیت لوړېدو سره به د هغې ۶۰ تر ۷۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا کچه تر ۱۲۰ مېګاواټو لوړه شي چې له ترکمنستان څخه راځي. په دې سره به د هرات د خلکو او صنعتي پارکونو ستونزې تر ډېره هوارې شي.»

د نورالجهاد سبسټېشن د ټاپ پروژې یوه برخه ده چې په راتلونکو کالو کې به فراه، نیمروز، کندهار، زابل او اروزګان ولایتونه هم د دې پروې له برېښنا څخه برخمن شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist