Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دایکندي کې پر ملکي وګړو برید په کوردننه او بهر غبرګونونه راپارولي

دایکندي کې وروستي برید ته د غبرګونونو دوام؛ ملګرو ملتونو دغه برید غندلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/15

د دایکندي او غور ولایتونو ترمنځ د داعش ډلې له خوا د ۱۴ هزاره ملکي وګړو د وژنې او یو شمېر نورو د ټپي کولو پېښې په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک  د دې سازمان د سرمنشي له قوله د پېښې د غندنې ترڅنګ، دغه کړنه وحشیانه عمل بللی او د ملکیانو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی.

دوجاریک زیاته کړې: « د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په مرکزي برخه کې پر شعیه مذهبه هزاره توکمو د تېرې ورځې وحشیانه برید غندي. انټوني ګوټیريش د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښيي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله لري. د ملګرو ملتونو سرمنشي تل د ملکیانو پر خوندیتوب ټینګار کوي.»

د دې ترڅنګ، په افغانستان کې د یاد سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) هم د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکې کړې او وايي، ښکېل کسان باید د خپل عمل مسوول وګرځول شي.

یوناما زیاته کړې: «  د افغانستان په مرکزي برخه کې پر اهل تشيع د تېرې ورځې برید چې ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبلې اوښتې، په کلکه غندو. موږ په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپلې غمرازي ښيو او په کې د ښکېلو کسانو د مسوول ګرځولو په تړاو د پلټنو غوښتنه کوو.»

د سیاسي چارو کارپوهان د بېګناه ملکي وګړو وژنو ته د شک په سترګه ګوري او یوه استخباراتي لوبه یې بولي. د  سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج وايي: « دا د خواشینۍ خبره ده چې زموږ هزاره وروڼه بېګناه او په ډېر ظالمانه بڼه شهیدان شوي. دولت ته په کار ده چې د خپلو وګړو امنیت هر ډول چې کېږي، تأمین کړي. ما ته دا یوه استخباراتي لوبه ښکاري او مغرضې کورنۍ ډلې، مخالفین او د نظام مخالفې جبهې د دې لپاره د قومونو ترمنځ اختلاف رامنځته کوي چې سره یې ووېشي او خپل ځان ته متحدان پیدا کړي.»

په ورته مهال، د افغانستان لپاره د جاپان سفارت هم دغه پېښه غندلې او په افغانستان کې یې د هغو بریدونو د درېدلو غوښتنه کړې چې قربانیان یې عام وګړي دي.

کابل کې د جاپان سفارت د خبرپاڼې یوه برخه: « موږ د دایکندي او غور ترمنځ سیمه کې د تېرې ورځې هغه ترهګریز برید غندو چې په کې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل دي. موږ د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيو او یو ځل بیا د ورته ترهګریزو بریدونو د سملاسي درېدو غوښتنه کوو.»

بل پلو،  افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر، د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم د جلا اعلامیو په خپرولو سره پېښه غندلې او د قربانیانو کورنیو ته یې د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.

 دوی له سرپرست حکومت څخه د پېښې د عاملینو نیولو غوښتنه کړې او په افغانستان کې د بېلابېلو توکمنو د خوندیتوب ترڅنګ، د دې بریدونو په تړاو خبرداری ورکړی.

کابل کې  د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي: « پر هغو هزاره توکمو ولسي وګړو د داعش خراسان څانګې وحشیانه برید په کلکو ټکو غندم چې له دایکندي ولایت څخه غور ولایت ته په سفر روان وو. زه د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) هغه غږ بدرګه کوم چې د دې برید د عاملینو د چټک حساب ورکولو غوښتنه یې کړې.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي: « تېره ورځ په غور کې د داعش خراسان ډلې له لوري د هزاره ګانو د وحشتناکې وژنې کړنه د نړیوالو جرمونه نښه ده. زما فکر له قربانیانو سره دی. زه د داعش خراسان د ادعا شویو بریدونو په تړاو خبرداری ورکوم او د مخنیوي، خوندیتوب او نړیوالې ځواب وینې اړتیا وینم.»

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري  وايي: « زما افکار د داعش خراسان ډلې له لوري د هزاره توکمو د تېرې ورځې له قربانیانو او کورنیو سره دي. دا یوازینۍ پېښه نه ده بلکې د هزاره ګانو پر وړاندې د ویجاړونکي تاوتریخوالي یوه بېلګه ده. زه له افغانانو سره یوځای د هزارګانو وضعیت ته د لازیاتې پاملرنې، ساتنې او حساب ورکولو غوښتنه کوم.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « عواملو ته باید سزا ورکړل شي. د اسلامي امارت استخبارات باید روښانه کړي چې دا کسان له کومه ځایه راغلل، وسله یې له کومه کړه او څنګه یې دا خلک ووژل.»

همدارنګه، د بشر حقونو د څار سازمان هم دغه پېښه غندلې او د هزاره توکمو په ګډون یې له ګواښ سره مخامخ ټولنو او لږکیو پرخوندیتوب ټینګار کړی.

دغې سازمان زیاته کړې، په تېرو درېیو کلونو کې داعش ډلې پر هزاره توکمو د هغو ۱۷بریدونو مسوولیت منلی چې په کې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

وړمه ورځ د هزاره افغانانو یوه ۲۰ کسیزه ډله چې له دایکندي ولایت څخه غور ته پر لاره و، د داعش ډلې د وسله والو له لوري له موټرو ښکته شوي او وروسته یې په ډله ییز ډول پرې ډزې کړي چې په پایله کې ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپيان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist