Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راشد: اسلامي امارت د ځوانانو روزنې ملاتړ ته ژمن دی

راشد: اسلامي امارت د ځوانانو روزنې ملاتړ ته ژمن دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/14

په تېرو درېیو کالو کې وزګارتیا د هېواد هغه لویه ستونزه او د ځوانانو د پرمختګ پر وړاندې ننګونه ده چې افغان ځوانان ورسره مخ دي او ځينې یې له هېواده کډه کولو ته اړ کړي دي.

د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانونو چارو معین قاري محمد یونس راشد له شمشاد سره د لید په خپرونه کې وویل، سرپرست حکومت د ځوانانو روزنې ملاتړ ته ژمن دی او د ظرفیت لوړونې له ښوونیزو پروګرامونو ملاتړ کوي.

راشد ویلي، په تېرو دوه لسېزو کې د ځوانانو وړتیاوو لوړولو ته پاملرنه نه ده شوې.

د راشد په خبره، یوازې ځوانانو ته د تحصیل برخه کې پاملرنه شوې او په وینا یې، ځوانان باید خپلې وړتیاوې د هېواد په آبادولو او چوپړ کې وکاروي.

راشد زیاتوي: « زموږ ځوانان تحصیل وکړي خو د دې په ځای چې په دې سخو شرایطو کې له خپل هېواد سره پاتې شي، نورو هېوادونو ته خدمت کوي. زه ځوانانو ته وایم چې هېواد د مور حیثیت لري او زموږ مور له اشغال څخه وروسته د درملنې په حال کې ده او زامن یې باید خدمت وکړي. دا به ډېره بې ننګي وي چې یو زوی خپله مور د روغتون پر بستر پرېږدي او خپله د هوسا ژوند لپاره بهر ته ولاړ شي.»

راشد له هېواده د ځوانانو تېښته یوه غمیزه بولي، خو ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت هڅه کوي د ځوانانو د وتلو مخه ونیسي.

د نوموړي په خبرخ، سرپرست حکومت د ځوانانو له استعداد څخه په هېواد کې د کار اخیستلو لپاره يوه اقتصادي طرحه جوړوي.

راشد په دې اړه وايي: « موږ د معینیت تر ټولو مهم هدف دا دی چې د ځوانانو لپاره کاري زمینې پیدا کړو او په دې برخه کې تر اوسه ښې لاسته راوړنې هم لرو.»

نوموړي د شمشاد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ځینې بهرني هېوادونه په لوی لاس له افغانستانه د لوستو ځوانانو تېښتې ته لار هواروي او په خپلو هېوادونو کې يې په فزیکي کارونو بوختوي.

نوموړی زیاتوي: « بهرنیان او زموږ دوښمنان د دې لپاره محاسبه کوي او په دې یې کار پيل کړی چې په هره ممکنه لاره تحصیل کړي ځوانان له افغانستان څخه وباسي. دوی له موږ جګړه وبایلله او اوس یې د فکري او اقتصادي جګړې تمرکز په دې راټول کړی چې افغان ځوانان او تحصیل کړي کادرونه خپلو هېوادونو ته جذب کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د دویم ځل لپاره د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، په هېواد کې د وزګارتیا کچه تر بل هر وخت لوړه شوې.

په تېرو ۱۱ میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه زرګونه ځوانان چې یادو هېوادونو ته د کار لپاره تللي وو، په زور او جبر له دغو هېوادونو را شړل شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist