Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اخوندزاده: په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې څه باندې ۱۰ میلیونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي

اخوندزاده: په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې څه باندې ۱۰ میلیونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/12

د د دولتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پرګرام په لړ کې دا ځل د پوهنې وزارت خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

په دې راپور کې د زده کوونکو د شمېر زیاتوالي، د ښوونکو د ظرفیتونو لوړوالي، د وزارت د بودیجې لګولو، د دیني مدرسو د فعالیتونو، په ښوونځیو کې د کتابونو ویش، ښوونځیو ته د لاربراتوارونو ورکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړ معلومات ورکړل شول.

د دغه وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال کرامت الله اخوندزاده وايي، تېر کال په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې څه باندې ۱.۴ میلیونه نوي زده کوونکي جذب شوي چې له دې سره د ټولو زده کوونکو شمېر ۱۰ میلیونه ۹۱۴ زره او ۳۸ تنو ته ورسېد.

اخوندزاه زیاتوي: « په ټول هېواد کې ۱ میلیون او ۴۴۵ زره ۸۴۰ تنه نوي زده کوونکي د عمومي زده کړو په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې جذب شوي. د نویو زده کوونکو له جذبېدو سره د عمومي زده کړو د ټولو زده کوونکو شمېر ۱۰ میلیونه، ۹۱۴ زره ۳۸ تنو ته رسېږي.»

اخوندزاده وايي، د پوهنې وزارت په چوکاټ کې ۳۱۶ ښوونځي نوي رامنځته شوي چې له ډلې یې ۲۱۰ خصوصي او پاتې دولتي دي.

 د اخوندزاده په خبره، په تېر کال کې له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې څه باندې ۱۶ میلیونه او ۸۸ زره ټوکه درسي کتابونه چاپ او پر ښوونځیو ویشل شوي دي.

 هغه زیاتوي:« د هېواد پر کچه ۳۱۶ ښوونځي نوي تأسیس شوي چې له ډلې یې ۱۰۶ بابه دولتي او ۲۱۰ بابه خصوصي دي. د عمومي زده کړو له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې ټولټال ۱۶ میلیونه، ۱۸۸ زره ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه ښوونځیو ته وېشل شوي دي. په ټول هېواد کې ۶۱۷ زره ۹۷۸ ټوکه درسي کتابونه د اسلامي زده کړو مرکزونو ته هم وېشل شوي دي.»

له شپږ ټولګي  پورته د نجونو زده کړو په تړاو د پوهنې وزارت دریځ هماغه پخوانی دی چې په خبره یې، دغه ښوونځي به تر امرثاني همداسې تړلې وي.

چارواکي وايي، دامهال په ټول هېواد کې ۱۸ زره ۳۳۷ ښوونځي فعال دي چې له ډلې یې ۳ زره ۴۳۹ خصوصي ښوونځي دي او په دولتي ښوونځیو کې۷ زره ۶۳۴ لومړني، ۴ زره ۴۳۹ منځني او ۶ زره ۲۶۴ لېسې دي.

د پوهنې وزارت کلنی راپور دغه راز زیاتوي، په ټول هېواد کې ۲۱ زره ۲۵۷ د اسلامي زده کړو مرکزونه فعاله دي چې په کې دیني مدرسې، دارالحفاظونه، دارلایتامونه او دارالعلومونه شامل دي.

د چارواکو په خبره، د تېر کال لپاره په ټولیزه توګه څه باندې ۳۲ میلیارده افغانۍ بودیجه ورکړل شوې وه چې ۹۸ سلنه یې مصرف کړې ده.

د پوهنې وزارت  وايي، د کوچیانو او معلولیت لرونکو کسانو لپاره یې هم د زده کړو زمینه برابره کړې او دا مهال زرګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist