د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبې پر ورځ (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۲۰ مه) د خپلو کلنیو فعالیتونو او لاسته راوړنو او دغه راز راتلونکو پلانونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د دغه وزارت چارواکي وايي، په ګڼو برخو کې پرمختګونه لري او هڅې کوي چې د ارشاد، حج اوقافو وزارت په بېلابېلو برخو کې لا غوره خدمتونه وړاندې کړي.
د ارشاد، حج او قافو وزارت مسلکي مرستیال مولوي زرمحمد حقاني وايي: « په دې څلورو برخو کې ښه پرمختګونه شوي، ارشاد، حج، اوقاف او اداري برخه.»
د دغه وزارت د حج او عمرې او زیارتونو رییس مولوي عطاالله خادم وايي، د حج په تېرو مراسمو کې درې تنه افغان حاجیان د کوربه هېواد سعودي عربستان له قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي دي.
د خادم په خبره، د نیول شویو حاجیانو د راخوشي کولو هڅې پيل شوې او ډېر ژره به خپل هېواد ته ستانه شي.
خادم زیاتوي: « په ۳۰ زره حاجیانو کې داسې کسان شته چې ښايي د کوربه هېواد له قوانینو یې سرغړونه کړې وي، خو په دې برخه کې تر ډېره کار شوی او ښايي ډېر ژر خپل هېواد ته را ستانه شي. درې کسان هلته بندي دي خو دوسیې یې سپکې دي او ژر به را خوشي شي.»
د حج او اوقافو وزارت چارواکي دغه راز وايي، په تېر یوه کال کې د لسګونو جوماتونو د جوړونې چارې پیل شوې چې تر اوسه د شپږو جامتونو چارې بشپړ شوې او د پاتې نورو کار روان دی.
د دوی په خبره، د جوماتونو د بېلابېلو برخو لپاره یې میلیونه افغانۍ بودیجه زیاته کړې ده.
د ارشاد، حج اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د تنظیم چارو مرستیال شیخ عزیزالرحمان منصور وايي: «د مساجدو د برېښنا لګښتونو لپاره ۲۰۰ میلیونه افغانۍ زیاتول، د مساجدو د جوړولو لپاره د ۱۵۰ میلیونه افغانیو زیاتول، مساجدو ته د فرش اخیستلو لپاره د ۲۵ میلیونه افغانیو زیاتول، د مساجدو او دیني ځایونو د ترمیم لپاره د ۵۰ میلیونه افغانیو زیاتول، د امیرالمؤمین له حکم سره سم په مرکز او ولایتونو کې د ۴۹ محراب جوماتونو د جوړولو چارې پيلول چې له ډلې یې د ۶ جوماتونو کارونه بشپړ شوي او د نورو تر کار لاندې دي.»
د یاد وزارت په کلني راپور کې دا هم راغلي چې تېر یو کال کې د دې وزارت له خوا ۱۱۷ مدرسې ثبت او راجسټر شوې او له ا۸ زرو زیات کسان له دیني زده کړو فاغ شوي دي.
چارواکي زیاتوي، د جمعې او اختر لمونځو لپاره یې خطبې ترتیب کړي او همدا راز ترکیې او ایران هیوادونو ته یې د قران کریم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پنځه تنه حافظان لېږلي دي.