Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کار او ټولنیزو چارو وزارت:۱.۵ ميليونه کسانو ته د کارزمینې برابروو

کار او ټولنیزو چارو وزارت:۱.۵ ميليونه کسانو ته د کارزمینې برابروو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/10

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ. د دې وزارت چارواکي وايي، خلکو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې یې هڅې زیاتې کړي او لاسته راوړنې هم لري.

د دوی په خبره، په تېر یوه کال کې ۱۱۸ زره ۷۵۵ تنه افغانانو او ۳ زره ۳۸۱ تنه بهرنیانو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال محمد زاهد احمدزی وايي: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد خپلو وګړو او بهرنیانو ته ۱۲۲ زره ۱۳۶ تنو ته د کار جوازونه وېشلي دي.»

د دغه وزارت د چارواکو په خبره، روان کال د وزارت په هڅو د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه د کار ملي کنفرانس جوړ شو او پرمهال یې له ۱۵ بېلابېلو وزارتونو او ادارو  سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي چې له لارې به یې ۱.۵  کسانو ته د کار زمینه برابره شي .

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي: « په هېواد کې د بېکارۍ کچې راټیټولو په موخه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د کار ملي کنفرانس جوړ شو او په کې له ۱۵ دولتي ادارو سره تفاهم لیکونه لاسلیک شول. د دغو تفاهم لیکونو له مخې په راتلونکو پنځو کالو کې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ۱.۵ میلیون تنو ته د کار موندلو ژمنې واخیستل شوې او دا یوې بې مخینې کار وشو.»

د دغه وزارت سلاکار رحیم الله صراح بیا بهر ته د افغان کارګرو د استولو خبره کوي او وايي، بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږلو پرپلان کار روان دی او په دې تړاو له قطر، روسيې او متحده عربي اماراتو سره خبرې شوې او د هوکړه لیکونو له لاسليکولو وروسته به افغان کارګر یادو هېوادونو ته واستول شي.

هغه زیاتوي:« عربي متحده اماراتو، ترکیې، ایران، قطر او سعودي عربستان هېوادونو ته د مسلکي او نیمه مسلکي افغان کارګرو د استولو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مشرتابه پلاوي د سفرونو تنظیمولو په موخه له بهرنیو چارو وزارت سره ناستې شوې دي.»    

په ورته وخت کې، د کار وزارت چارواکو د تېر کال پرمهال د خپلو لویو لاسته راوړنو په برخه کې وویل، په تېر یوه کال کې څه باندې ٧٤ زرو تنو ته د مسلک او مهارتونو په برخو کې د زده کړو زمينه برابره شوې، له ۸۰ زرو زیاتو کسانو ته په نورو بېلابېلو برخو کې  د زده کړو زمينې چمتو شوې او دا مهال څه باندې ۱۰ زره ماشومان په مسلکي تعلیمي پروګرامونو کې پر زده کړو بوخت دي .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist