Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مایکل مک‌کال پر اسلامي امارت د مرستو بندولو غوښتنه کړې

مک‌کال: خلیلزاد قصدا د افغانستان مخکېنی حکومت د سولې له خبرو اترو لرې ساته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/10

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر  مایکل مک‌کال یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر لانجمن خروج او د دوحې هوکړې پر پروسې نیوکې کړې.

مک‌‌کل له سي.بي.اېس نیوز سره په تازه مرکه کې د دوحې د مذاکراتو پرمهال د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد رول کمزوری ياد کړی او پر هغه یې ځینې تورونه لګولي دي.

مک‌کال خلیلزاد تورن کړی چې څلور کاله وړاندې یې د سولې خبرو اترو پرمهال افغان حکومت څنډې ته کړی و چې په خبره یې، همدا مساله د جمهوري نظام د مورال کمزوري کېدو او په پای کې د جمهوري نظام د پرځېدو لامل شوه.

د نوموړي په خبره، د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع په تړاو خپل ۲۴۰مخیز راپور خپور کړي.

هغه  زیاته کړې: « موږ زلمی خلیلزاد د تېروتنې په توګه پېژندلی. حقیقت دا و چې هغه په دوحه کې له طالبانو سره مذاکرات کول، خو افغان حکومت یې څنډې ته کړی و او دا د هغوی پر مخ څپېړه وه. هغه څه چې د هغوی د روحیې لپاره هېڅ ښه نه وو. طالبانو هغه مهال د دوحې له هوکړې سرغړونه کوله، همدا لامل و چې ټرمپ ۲۵۰۰ پوځیان هلته پرېښودل؛ دا د ټرمپ پالیسي وه. خو کله چې جوبایډن واک ته راغی، ښکاره خبره وه چې هر څه له صفر سره ضرب شول.»

مک‌کال دغه راز ویلي، که څه هم د امریکا دواړو ولسمشرانو غوښتل له افغانستانه امریکايي ځواکونه وباسي؛ خو په پام کې وه چې ټرمپ دغه پروسه د ځانګړو شرایطو پر بنسټ عملي کړي؛ خو جو بایډن برعکس دغه ټول موارد شرایطو ته له کتو پرته په بېړني ډول عملي کړل.

نوموړی له افغانستانه د وتلو موضوع امریکا او د دې هېواد ملي ګټو ته د ګواښ پېښېدو سره تړلې بولي او وايي، له خروج وروسته پوتین پر اوکراین برید وکړ او روسیې له چین سره د اتحاد په رامنځته کولو د پاسفیک سیمه له ګواښ سره مخ کړې ده.

خو افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مک‌‌کال دا تور رد کړی چې ګڼي د مذاکراتو په بهیر کې یې د افغانستان مخکېنی حکومت او لوړ پوړو امریکايي پوځي چارواکي لرې ساتلي وو.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او جنرال مارک میلي په ګډون ټول پوځي چارواکي د دوحې تړون له ټول جریان خبر وو او ادعا کوي چې همدې هوکړې د تېر نظام د مذاکراتي ټیم او اوسني سرپرست حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو زمینه برابره کړې وه.

خلیلزاد زیاته کړې: « بل ناسم تور دا دی چې کواګې افغان حکومت په قصدي ډول له طالبانو سره د دوحې له مذاکراتو لرې ساتل شوی. حقیقت دا دی چې د دوحې هوکړې په تاریخي ډول د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره کړه. که څه هم له ګڼو ناستو وروسته د یوه نوي ګډ حکومت د رامنځته کېدو مطلوبه پایله ترلاسه نه شوه.»

خلیلزاد دغه راز ویلي، که څه هم امریکا کولی شول د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو ته په کتو له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پروسه بشپړه نه کړي، خو وايي، یوې اوږدې او نه ختمېدونکې جګړې ته د ننوتو ویرې امریکايي چارواکي له دې پرېکړې په شا کړل.

نوموړي زیاته کړې، هغه مهال د افغان مذاکراتي ټیم څخه تمه کېده چې د خپلو شخصي ګټو پر ځای د هېواد ملي ګټو ته لومړیتوب وکړي او واقعي روغې جوړې ته لار هواره کړي.

د سیاسي چارو شنوونکی شهسوار سنګروال وايي: « د امریکايي چارواکو اوسنۍ څرګندونې تر ډېره کمپایني بڼه لري. په هر حال، افغانستان ته د امریکايي ځواکونو راتلل هم یوه خونړۍ غمیزه وه او وتل یې هم.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او د دوحې پر هوکړې د امریکايي پوځیانو او ملکي چارواکو نیوکې داسې مهال دي چې جنرال فرانک مکینزي چې د خروج پر مهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشري یې کوله، د دوحې هوکړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ناوړه هوکړه او د افغانستان د وژنې لامل بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist