Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ګوانتنامو آزاد شوی افغان له رواني ناروغۍ کړېږي

له ګوانتنامو آزاد شوی افغان له رواني ناروغۍ کړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/10

محمد نسیم د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دی وايي، بهرنیو ځواکونو په دې تور نیولی و چې ګنې د دوی خلاف يې فعالیتونه کول او پنځه کاله یې په ګونتانامو زندان بندي کړ.

محمد نسیم وايي، د جرم له اثبات پرته يې پنځه کاله په ګوانتنامو زندان کې له سختو شکنجو سره تېر کړي.

نوموړی زیاتوي: « په زندان کې زولنې له چت څخه ځوړند وې او بندیان به یې په کې وتړل. ډېر داسې کسان وو چې لس تر پنځلسو ان شلو ورځو به را ځوړند وو. که کوم زنداني به تشناب ته د تللو وویل، دوو سرتېرو به تر مټو ونیو او تر تشناب به یې کش کاوه.»

د محمد نسيم په خبره، له ګوانتنامو څخه د خوشي کېدو پرمهال د کابل په هوايي ډګر کې خپلې کورنۍ له دې کبله نه پېژانده چې په څو کلونو کې د سختيو تېرولو له امله یې څېره بدله شوې وه.

نوموړی وايي، په زندان کې د سختيو تېرولو له امله اوس‌ په رواني ناروغيو اخته شوی دی.

د ګوانتانامو دغه پخواني زنداني وايي: « زه چې هرځای کېنم، زړه مې تنګېږي او غواړم له هغه ځایه وتښتم؛ خوب نه راځي او د زندان ترخې ورځې مې ذهن کې ګرځي.»

محمد نسیم له ناڅرګند آدرس پوښتنه کوي چې ولې له جرم پرته شکنجه شوی او په ګوانتنامو کې د زندان پر ورځو شپو سربېره، اوس هم له رواني پلوه آرام نه دی؟

محمد نسیم وايي: « زه ولې پنځه کاله بندي وم او پر ما مو کوم جرم ثابت کړ؟ په افغانستان کې هم زندان، محکمه او قاضیان وو، زه افغان وګړی وم نه د کیوبا چې هلته مې بندي کړي.»

د ګوانتانامو دغه پخوانی زنداني د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غواړي چې په ناحقه د زنداني کېدو په تړاو دې له بهرنيو ځواکونو ورته عدالت وغواړي او قانعت دې ورکړل شي چې ولې ربړول شوی دی؟

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist