• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د ۸ کارېزونو رغولو چارې پيل شوې

خوست کې د ۸ کارېزونو رغولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/10

که څه هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې د وچکالیو او نویو آبیاري سیسټمونو له امله کارېزونه له منځه تللي خو په خوست ولایت کې یې د بېرته رغولو هڅه کېږي.

د خوست ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو کې د څو کارېزونو د بیا رغونې کارونه پيل شوي.

 چارواکي وايي، دا کارېزونه په ټولیز ډول ۱۴ زره متره اوږدوالی لري او د ترميم پر چارو به یې ۷۴ زره امریکايي ډالر ولګول شي او تر رغولو وروسته به د سلګونه جرېبه ځمکې خړوبولو ظرفیت ولري.

دوی زیاتوي، له دې سره به په خوست کې د اوبو د مديريت دوديز سيسټم هم بېرته را ژوندی شي.

د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې رییس عبدالقیوم ثابت وايي: « دا کارېزونه زموږ د نیکونو نښې دي. په دغو کارېزونو پخوا ژرندې ودانې وې خو اوس د ویجاړېدو له امله ډېرې لږې اوبه لري. اوس دغه اته کارېزونه د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ د ځینو موسسو له خوا رغول کېږي.»

په همدې حال کې، عام خلک د کرنې په برخه کې د کاريزونو ارزښت حياتي بولي خو وايي، دغه سيسټم په وروستيو کلونو کې نږدې له منځه تللي.

دوی همدا راز غوښتنه کوي چې د يادو کاريزونو د رغولو چارو کيفيت ته دې لازمه پاملرنه وشي.

د خوست اوسېدونکی فرهاد الله وايي: « کارېزونه هغه دودیز سیسټمونه دي چې کرنیزې ځمکې خړوبوي. له څه مودې راهیسې په خوست او ځینو نورو ولایتونو کې کارېزونه ویجاړ شوي وو.»

د خوست بل اوسېدونکی عبدالله وايي: « دا له مخکې جوړې شوې سپرغې دي، که جوړې شي نو اوبه هم ورسره زیاتې شي او ورسره به کرنه وده وکړي.»

د خوست اوسېدونکی دریا خان هم وايي: « موږ غوښتنه کوو چې د کار کیفیت ته پاملرنه وشي، هسې نه چې نن کار وشي خو سبا بېرته ویجاړ شي او پانګه ضایع شي.»

هېواد کې د آبیارۍ له دودیزو سیسټمونو څخه یو هم کارېزونه دي. کارېزونه د پرله پسې سپرغو هغه سیسټم دی چې له اوبه لرونکي ځای یا د غرونو له لمنو څخه اوبه تر کرنیزو ځمکو ته رسوي.

د ۲۰۰۴ کال د يوې سروې له مخې، د افغانستان ۱۹ ولایتونو کې ۹ زره ۳۷۰ کارېزونه شته چې ډېر یې د هېواد په سوېلي، سوېل لوېديځو او ځينو مرکزي ولايتونو کې موجود دي.

د دغې سروې له مخې، د یادو کارېزونو له ډلې ۳ زره ۴۰۶ کارېزونه په بشپړ ډول له منځه تللي چې د ټولو کارېزونو ۳۶ سلنه جوړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي
افغانستان

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي

مې 28, 2025
ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي
افغانستان

ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي

مې 28, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

چارواکي: هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنېږي

مې 28, 2025
حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي
افغانستان

حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي

مې 28, 2025
د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې
افغانستان

د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې

مې 28, 2025
شنونکي: له سیمې او نړۍ سره د تعامل لپاره باید ملي او نړیوالې مشروع غوښتنې ومنل شي
افغانستان

شنونکي: له سیمې او نړۍ سره د تعامل لپاره باید ملي او نړیوالې مشروع غوښتنې ومنل شي

مې 28, 2025

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي

مې 28, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي

ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي

مې 28, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

چارواکي: هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنېږي

مې 28, 2025
حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي

حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي

مې 28, 2025
د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې

د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې

مې 28, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist