Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وثیق: ښځې د حجاب په مراعت کولو سره آزاده فضا کې ورزش کولی شي

وثیق: ښځې د حجاب په مراعت کولو سره آزاده فضا کې ورزش کولی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/08

د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې، د شنبې پر ورځ (د ۱۴۰۳کال د وږي ۱۷ مه) د المپیک ملي کمېټې، د بدنې روزنې او سپورټ عمومي ریاست خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د المپيک ملي کمېټې سرپرست مولوي احمد الله وثیق پر آزادو سيالو د بنديز په اړه د د سرپرست حکومت له پرېکړې ننګه وکړه او وویل، يادو لوبو ته له شرعي پلوه اجازه نه شته.

نوموړي همدا راز د ښځو ورزش په اړه وویل، د نارينه ‌وو په څېر ښځې هم د ورزش کولو حق لري او د حجاب په مراعتولو سره کولی شي په آزادو ساحو کې هر وخت چې وغواړي، ورزش وکړي.

وثیق زیاتوي: « دا وقعیت دی چې سپورټ د ټولو لپاره یوه اړتیا ده که دا نارینه وي که ښځینه یا ځوانان او بوډاګان. ښځې کولی شي د شرعي حجاب په رعایتولو سره خپلو شاوخوا آزادو ساحو کې وګرځي. زموږ معلومات ښيي چې کابل ښاروالي په پلان کې لري د ښار په بېلابېلو ساحو کې د فامیلونو لپاره یو شمېر پارکونه جوړ کړي. د فري فایت پر لوبو ځکه بندیز لګول شوی چې دغه لوبې له شرعي چوکاټ او د دین له اساساتو بهر دي.»  

وثيق وایي، د سپورټي جوړښتونو پياوړتيا، په بهرنيو سياليو کې افغان لوبغاړو ته د ګډون زمینې برابرول، په هېواد کې دننه د سياليو ترسره کول، د پوهنې وزارت او کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليکول او د ظرفيت لوړونې پروګرامونو جوړول روان کال د المپيک ملي کمېټې له مهمو لومړیتوبونو دي.

د نوموړي د مالوماتو له مخې، تېر کال افغان ورزشکارانو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې برخه اخیستې او د سرو زرو ٢٢، د سپينو زرو ٣٠ او د برونزو ۴۰ مډالونو په ګډون يې ټول ٩٢ مډالونه ګټلي دي.

وثیق وايي: « تېر یو کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سپورټي څانګو لپاره ۴ زره تشویقي، مناسبتي او رسمي سیالۍ جوړې شوې دي. د بېلابېلو سپورټي څانګو ورزشکارانو په ۹۸ بهرنیو لوبو کې ګډون کړی او په کې د سروزو ۲۲، د سپینوزرو ۳۰ او ۴۰ د برنزو مډالونه ګټلي دي. له بهرنیو سیالو غټو لاسته راوړنو کې د المپیک په آسیايي سیالیو کې د ۵ مډالونو ګټل، نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې تګ، د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې له خوا د کافا جام اتلولي ګټل شامل دي.» 

د آسیا پر کچه سیالیو په څوارلسم پړاو کې د ۱۲ آسیايي هېوادونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې افغان ورزشکاران په کې د سرو زرو د ۹، د سپینو زرو ۴  او د برونزو ۵ مډالونو په ګټلو سره ښه وځلېدل.

چارواکي وایي، د المپیک په آسیايي سیالیو کې د ۵ مډالونو ګټل، نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل، د کافا په سیالیو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اتلولي او په جي ۲ سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې اتلولي هم د دې ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

د فوټبال فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر وايي: « اساس او بنسټ دا دی چې تر هغو موږ بهرنۍ لوبې ونه لرو، زموږ د کورنیو لوبو کیفیت نه شي لوړېدای او نه شو کولی په نړیواله کچه سیالي وکړو.»

د المپیک ملي کمېټې ویاند الله محمد اتل مشواڼی وايي: « له بهرنیو سیالیو څخه زموږ یوه بله مهمه لاسته راوړنه نړیوال جام ته د لومړي ځل لپاره د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل دي. له دې وړاندې د افغانستان فوټسال لوبډله هېڅکله نړیوال جام ته نه وه وتلې.»

چارواکي وايي، د بدنې روزنې او سپورټ عمومي ریاست  تېر کال د واليبال درېيم، د وزلوبې یا بزکشۍ پنځم لیګ، د فوټبال او فوټسال ليګونو د درېیم او د غورسي لیګ دویم پړاو سياليو په تر سره کولو سره، د سپورټ د ودې او پياوړتيا په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.

همدارنګه دوی زياتوي، په بهرنیو سیالیو کې ورزشکارانو ته د ګډون فرصتونو برابرولو لپاره نږدې ۵۰ سفرونه په پلان کې دي چې د رسمي بلنلیکونو پر بنسټ به ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist