Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: ګاونډيان باید د افغان صادراتو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/08

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د نورې نړۍ پرتله ډېر له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران سره زياته تجارتي راکړه ورکړه لري؛ خو ډېر کله دغه ګاونډیان پر سوداګریزو لارو خنډونه رامنځته کوي او له امله یې افغان سوداګرو ته زیان رسېږي.

افغان سوداګر شکایت کوي چې پاکستاني او ایراني ځواکونه پرافغاني توکو بارو لاریو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی بندرونو ته ځان ورسوي او په خبره یې په دې سره بار شوي توکي خراب او په زياته پيمانه زيان ورته  اوړي.

تازه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د وزیرانو شورا په ناسته کې له ګاونډویو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان صادراتو پر وړاندې شته ستونزې حل او اقتصادي تعاملاتو ته پراختیا ورکړي.

عبدالکبیر زیاتوي: « له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو چې د افغانستان د صادراتو او په ځانګړې توګه د تازه مېوې او سبزیجاتو د صادراتو پر وړاندې شته ستونزې له منځه یوسي او د افغان سوداګرو د زیانمنولو په موخه د خنډونو له جوړولو ډډه وکړي. موږ کولی شو، پر ګډې همکارۍ سیمه ییز تجارت او تعاملاتو ته پراختیا ورکړو.»

عبدالکبیر وايي، سرپرست حکومت غواړي د سيمې له هېوادونو سره سوداګري او ټرانزیټ پراخ کړي او له همدې کبله له ګاونډویو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې متقابلو همکاريو ته ژمن دی.

په ورته وخت کې عبدالکبیر په تېر وخت کې پر کرنې سکټور شوې پانګونه کافي نه بولي او زياتوي، د اوبو په مهارولو سره به د افغاني محصولاتو د توليد ګراف لوړ او په سيمه کې ورته د پلور بازار پيدا کړي.

هغه زیاتوي: « اسلامي امارت غواړي سیمه ییزه سوداګري او ټرانزیټ پیاوړی او پراخ شي. موږ له خپله اړخه هر راز همکاریو ته چمتو یو او تمه لرو چې د سیمې هېوادونه هم په دې برخه کې خپل مسوولیت رفع او چمتوالی په عمل کې وښيي.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې کولی شي په اقتصادي برخه کې شته ستونزې له منځه يوسي.

د اقتصادي چارو کارپوه سېلاب سمندر وايي: « د افغانستان او ګاوډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي پراختیا د دواړو لورو پر ګټه ده. په دې سوداګري کې د ګاونډیو ګټه لا ډېره ده، ځکه افغانستان ۹۰ سلنه واردوونکی هېواد دی او خپل واردات له همدې ګاونډیانو ترسره کوي.»

ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان تل هڅه کړې چې د افغانستان د تازه مېوې، ترکاریو او سبزیجاتو د رسېدو پرمهال خپله ترانزیټي لاره بنده کړي او افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه واړوي. 

افغان سوداګر غواړي، چې سرپرست حکومت دې له ګاونډیو هېوادونو سره د راکړې ورکړې په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي، تر څو صادرات پر وخت بازارونو ته ورسېږي او د خرابېدو مخه يې ونيول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist