Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

بېنېت افغانستان ته د خپل سفر بندیز په اړه د اسلامي امارت پرېکړه شاتګ بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/08

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېت افغانستان ته د خپل سفر بنديز په اړه د سرپرست حکومت پرېکړه په شا تګ بولي بولي او وايي، که سرپرست حکومت پر خپل دريځ ټینګ ودرېږې او خپله پرېکړه بدله نه کړي، ښايي د ملګرو ملتونو او سرپرست حکومت تر منځ اړیکې ترینګلې شي.

بېنېت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هڅه یې کوله، له نړیوالو سره د سرپرست حکومت اړیکې جوړې او نړیوال له ياد حکومت سره تعامل ته وهڅوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« ما په دوامداره توګه له اوسنیو چارواکو سره د شفاف تعامل غوښتنه کړې او زه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل مسوولیت په توګه یوه جدي ارزونه وړاندې کوم او د ښه‌ والي لپاره يې عملي سپارښتنې او تخنیکي مرستې وړاندې کوم. اختلافونه د خبرو له لارې هوارېږي. زه له طالبانو غواړم چې خپله پرېکړه بدله کړي.»

هڅه مو وکړه په دې اړه د حکومتي چارواکو نظر واخلو خو ځواب يې را نه کړ.

د سیاسي چارو کارپوهان بيا د بېنېت پر سفر د بنديز پرېکړه د عامو افغانانو پر زيان بولي او زياتوي، نوموړی د ملګرو ملتونو له لوري ټاکل شوی او دې سازمان ته يې د کار پايله ارزښت لرونکې ده.

دوی وايي، سرپرست حکومت ته په کار ده چې په اوسنیو شرایطو کې له نړیوالو سره د بشپړې همغږۍ پر اساس مخته ولاړ شي.

د سیاسي چارو شنونکی  شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر نه کوم د بېنېت دا خبرې د امنیت شورا له پرېکړې پورته وي چې ګني دی به له نړیوالو سره د طالبانو اړیکو ته لاره جوړه کړي. د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه د ده له خبرو څخه ډېره لوړه ده؛ دا په دې مانا چې طالبان به کله هم د امربالمعروف له قانون څخه تېر نه شي.»

ځينې نور بیا غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې د نړيوالو مشروع غوښتنو په منلو سره په نړيواله کچه له راتلونکې انزوا ځان وژغوري.

د سیاسي چارو شنوونکی واحدالله فقيري وايي: « د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ شته کشاله یوازې هغه مهال حل کېدای شي چې په افغانستان کې اصلاحات راشي، طالبان ځینې اصلاحات ومني او له افراطیت څخه لاس واخلي. زه فکر نه کوم نړیواله ټولنه د اوسني وضعیت د دوام په صورت کې له دوی سره تعامل وکړي.»

ریچارد بېنېت د خپلې خبرپاڼې په پای کې ډاډ ورکړی چې د سرپرست حکومت له بندیزونو سربېربه به خپل کار ته ادامه ورکړي او چارې به له بهر تنظيموي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist