چهارکنت د بلخ ولایت هغه وروسته پاتې ولسوالي ده چې اوسېدونکي یې له ستونزو او کړاوونو ډک ژوند تېروي.
د دې ځای اوسېدونکي وایي، د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم په اسانه لاسرسی نه لري او له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی د څښاک پاکو اوبو، روغتیايي مرکزونو، سړکونو او زیربنايي تاسیساتو ته د لاسرسي غوښتنه کوي.
د چهارکنت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی حسیب الله وايي: « زه د اوبو لپاره راغلی یم، موږ د څښاک پاکې اوبه نه لرو. دلته کلینیک هم نه شته او د ژمي په راتګ سره نه شو کولی خپل ناروغان تر روغتون ورسوو.»
د چهارت کنت ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی محمد ایوب هم وايي: « زموږ لویه ستونزه د څښاک اوبه دي، دلته د ځمکې پرمخ شته اوبه هم خړې دي. موږ سړکونه نه لرو او ښار ته غځېدلې لارې ویجاړې دي.»
د افغانستان د ګڼو نورو سیمو په څېر د چهار کنت ولسوالۍ وګړي هم د سړکونو له نه شتون او خرابوالي شکایت کوي او وايي، له مزار شریف ښار څخه ولسوالۍ ته غځېدلې لويې لارې خامې دي او د ناروغانو د لېږد اونورو بېړنیو پېښو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.
د چهارکنت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی شېر محمد وايي: « دلته ۱۲۰ کورنۍ اوسېږي او تر ټولو مهمه غوښتنه یې اوبه دي، دویم کلینیک، ښوونځی او د سړک جوړول. موږ له اسلامي امارت د رسېدنې غوښتنه کوو.»
د چهارکنت ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی محمد داود وايي:« دلته مېشت خلک له هره اړخه ستونزې لرې، په ځانګړې توګه د څښاک اوبه او د روغتیايي کلینیک او ډاکټرانو نه شتون هغه ستونزې دي چې زموږ خلک یې له دولت څخه د هوارولو غوښتنه کوي.»
د بلخ سیمه ییز چارواکي دغه ستونزې مني، خو وايي، په ځينو ولسوالیو کې د بیا رغونې پروژې پيل شوې او ژر به په نورو ولسوالیو کې هم پيل شي.
د بلخ ولایت مرستیال والي نورالهادي ابوادریس وايي: «په تېرو درېیو کلونو کې ډېرې پروژې پلې شوې دي. دا سمه ده چې خلک ګڼو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، چې تر ټولو مهمې یې د سړکونو، روغتونونو، څښاک اوبو او ښوونځیو رغونه ده؛ خو زموږ هڅې روانې دي. په ځینو ولسوالیو کې د اوبو کوچني بندونه او سړکونه جوړ شوي او ګټه اخیستنې ته سپارل شوي دي.»
که څه هم بلخ ولایت د زون مرکز او یو له سترو عایداتي ولایتونو ګڼل کېږي، خو لاهم د اکثریت ولسوالیو اوسېدونکي یې د ژوند له اړينواسانتياوو بې برخې دي.