Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: له هرو دوو افغانانو یو یې له بېوزلۍ سره مخ دی

اوچا: له هرو دوو افغانانو یو یې له بېوزلۍ سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/07

که څه هم افغانستان ته د نړیوالې ټولنې مرستې دوام لري، خو له دې سره سره لا هم د خلکو د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه ورځ تر بلې په لوړېدو ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه کورنیو هر غړی له یوه امریکایي ډالر څخه کم عاید لري او ادعا کوي چې د بشري مرستو بهیر کې يې لاسوهنې شته او په دې مورد یې ۱۰۶ پېښې ثبت کړي دي.

راپور کې راغلي، د سرپرست حکومت یو شمېر چارواکي د بشري مرستو په بهیر کې لاسوهنه کوي او په تېر یوه کال کې یې د لاسوهنو۱۰۶ پېښې ثبت کړې دي.

د راپور یوه برخه: « په افغانستان کې بېوزلۍ له هر دوو افغانانو یو یې اغېزمن کړی، د ۸۰ سلنه کورنیو هر غړی په ورځ کې یو امریکایي ډالرو څخه کم لګښت سره ژوند کوي. په افغانستان کې د خلکو ژوند ژغورلو لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.»

که څه هم اسلامي امارت د اوچا وروستي راپور په اړه څه نه دي ویلي ، خو د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې افغانان د نړیوالو له لوري د دوی د اهدافو قرباني شوي او د مرستو په وېش کې د لاسوهنې په تړاو خپله نړیوال ښکېل دي.

د سیاسي چارو شنوونکی خلیل احمد نادم وايي: « له افغانستان سره د ملګرو ملتونو او موسسو بشري مرستې خپله د نړیوالو له خوا وېشل کېږي. زه فکر نه کوم د اسلامي امارت چارواکي په دې کې ښکېل وي.»

د سیاسي چارو شنوونکی توریالی ځاځی هم وايي: « افغان ولس باید په دې پوه شي چې دوی د اوسني حکومت په راوستلو د نړیوالو د سیاسي اهدافو ښکار شوي. ملګري ملتونه اوس هغه نه دي چې پ۵۰ کاله پخوا و؛ پر اسلامي امارت د دوی نیوکې یو ډول سیاسي فشار دی.»

له دې سره، د نظر ځینې خاوندان دا د سرپرست حکومت دنده ګڼي چې په افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د هڅونې په موخه، د نړیوالو مرستندویه بنسټونو امنیت ټینګ کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سمندر سیلاب وايي: « د افغانستان بحراني سیاسي او اقتصادي وضعیت ته په کتو، حکومت ته نه ښايي چې د خیریه او مرستندویه موسسو په چارو کې لاسوهنه وکړي بلکې دنده لري چې د دغو موسسو د هڅولو لپاره د هغوی امنیت ټینګ کړي او د مرستو وېشلو پرمهال حق حقدار ته سپارلو کې همکاري وکړي.»

د اوچا له لوري دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ځینو نړیوالو مرستندویه ټولنو له لوري لا له وړاندې د را روان ژمي په اړه اندېښنې څرګندې شوې او وايي، افغانان به له بد اقتصادي وضعیت سره مخ وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist