Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: اسلامي امارت د نړیوالو له لوري په نا اعلان شوې بڼه پر رسميت پېژندل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/05

د اسلامي امارت له واکمنېدو درې کاله پوره کېږي، خو لا هم هېڅ یوه هېواد پر رسمي توګه د رسمیت پېژندلو اعلان نه دی کړی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال  مولوي عبدالکبیر وايي، له نړیوالو سره د اسلامي امارت مثبتې اړيکې د دې ښکارندويي کوي چې نړیوالو دغه حکومت پر رسمېت پېژندلی خو دا موضوع یې علني کړې نه ده.

 د عبدالکبیر په خبره، اسلامي امارت اوس مهال په ۴۰ هېوادونو کې سياسي استازي لري او دغه راز يو شمېرهېوادونه هم په کابل کې د شارژدافېرانو په لرلو سره فعال سفارتونه لري.

عبدالکبير زیاتوي: «سمه ده چې نړۍ په خوله د رسمیت پېژندلو اعلان نه دی کړی، خو له موږ سره د دوی تعامل د رسمیت پېژندلو دی؛ ځکه چې زموږ سفارتونه او کونسلګرۍ په نړۍ کې خلاصې دي او د هغوی دلته. دغه راز له ټولو ګاونډیانو سره د سوداګرۍ بندرونه فعال دي.»

په ورته مهال، د لوړو زده ‌کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد وايي، له هېواده بهر سیاسي مخالفين د خپلو شخصي ګټو لپاره پر سرپرست حکومت بېلابېل تورونه پورې کوي، خو په خبره يې افغانان اوس پوه شوی او په خبرو يې نه تېروځي.

ندیم زیاتوي:« اوس چې فزیکي حضور او مقابله پای ته رسېدلي، په رسنیو کې فکري مقابله پیل شوې؛ فېسبوک او ټویټر د نړۍ له مرتدینو ډک دي؛ نه د عالم عزت کوي، نه د مجاهد، نه د اسلام او قرآن.» 

بله خوا د سیاسي چارو شنونکي له سرپرست حکومت سره د ځینو هېوادونو اړیکې د رسمیت په مانا نه بولي او وايي، په دې کې شک نه شته چې یو شمېر هېوادونه له سرپرست حکومت سره ښې اړیکې لري، خو په قانوني ډول یې پر رسمیت نه دی پېژندلی.

دوی زیاتوي، ښه دا ده چې سرپرست حکومت د نړیوالو غوښتنې ومني، ترڅو په قانوني ډول پر رسمیت وپېژندل شي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « په سیاسي تعاملاتو کې پرمختګ په دې دلالت نه کوي حکومت پر رسمیت پېژندل شوی. د دې لپاره باید ځینې کارونه وشي او تر ټولو مخکې سرپرست حکومت په دایمي او قانوني حکومت واړول شي.»

ځېنې نور بیا  د همدې موضوع په تړاو وايي، نړیوالو نه یوازې سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، بلکې د وروستیو پرېکړو له مخې يې له نړیوالو سره ستونزه نورې هم زیاتې کړې دي.

دوی وايي، ښه دا ده چې د سرپرست حکومت چارواکې په دې حساسو شرایطو کې له نرمښت کار واخلي ترڅو د رسميت پېژندنې پر وړاندې د نړیوالو بهانې ختمې شي.

د سیاسي چارو شنوونکی شهسوار سنګروال وايي: « افغانستان د نړۍ او په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو له خوا پر رسمیت نه دی پېژندل شوی. دا د یوه هېواد لپاره سیاسي غمیزه او مرګ دی چې په درېيو کلونو کې یې څوک پر رسمیت نه پېژني. زما په اند ستونزې ورځې تر بلې ډېرېږي.»

د سرپرست حکومت چارواکي داسې مهال د نا اعلان شوي رسميت ادعا کوي چې د سيمې په ګډون د نړۍ هېوادونو له افغانستان سره رسمي سياسي تعاملات نه دي پيل کړي او واقعي رسميت پېژندنې ته د رسېدو لپاره له حکومت څخه د بين ‌الافغاني ډيالوګ د پيلولو او دغه راز د خلکو مشروع غوښتنو ته د مثبت ځواب غوښتنه کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist