Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ستندرد ملي اداره: هېواد ته د څه باندې ۱۲۸ زرو ټنو غیر معیاري نفتي توکو واردولو مخه نیول شوې

د ستندرد ملي اداره: هېواد ته د څه باندې ۱۲۸ زرو ټنو غیر معیاري نفتي توکو واردولو مخه نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/05

د دولتي ادارو د یوکلنیو لاسته راوړنو د تشرېح په دوام د ستندرد ملي ادارې د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د وږي پر۱۴ مه) خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې. دغه اداره وايي، په تېر کال کې یې زرګونه ټنه خوراکي او خوراکي توکي ارزولي، د ادارې د قانون په طرح کې یې تعدیدلات راوستي او همداراز په میلیاردونو افغانۍ عواید یې راټول کړي دي. د یادې ادارې د دفتر رییس وحید احمد بدري وايي، په تېر یوه کال کې له درې نیم میلیونه ټنه زیات نفتي توکي او اوبلن ګاز ارزول شوي، ۱۲۸ زره ټنو زیات نفتي توکي غیرمعیاري او بې کیفیته تثبیت شوي او هېواد ته یې له راوړلو مخه نیول شوې. د بدري په خبره، له ۷ میلیونو ټنو زیاتو ودانیزو توکو کیفیت هم ارزول شوی چې په کې ۱۵۲ ټنه بې کیفیته تثبیت شوي او د واردولو مخه یې نیول شوې. بدري زیاتوي: «د تېر ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د دې ادارې له خوا د هېواد په بندرونو کې ۳ میلیونه ۷۸۹ زره ۴۱۵ ټنه ګازو، نفتي توکو او مشتقاتو کیفیت ارزول شوي دي. له دې ډلې ۱۲۸ زره ۸۱۱ بې کیفیته تثبیت شوي او هېواد ته یې له راوړلو مخه نیول شوې. همدارنګه د هېواد په بندرونو کې د ۷.۳ میلیونو ټنو ساختماني توکو کیفیت هم ارزول شوی چې له ډلې یې ۱۵۲ ټنه بې کیفیته تثبیت شوي او هېواد ته یې له راوړلو مخنیوی شوی.» په ورته وخت کې بدري خبرداری ورکوي، چې د بې کیفیته توکو واردونکو او په کور دننه تولیدونکو لپاره یې د شرعي سزا د ورکړې طرح وروستۍ کړې او د منظورۍ لپاره یې سترې محکمې ته لیږلې چې د قانوني مراحلو له تېرېدو وروسته به پلې او له مخې به یې له سرغړونکو سره شرعي چلن وشي. بدري زیاتوي: «د ستندرد ملي ادارې له اصولو څخه سرغړوونکو، هېواد ته د بې کیفتیه توکو واردوونکو او په هېواد کې د بې کیفتیه توکو تولیدوونکو ته د شرعي سزاګانو ورکولو طرح نهايي شوې او د منظورۍ لپاره سترې محکمې ته استول شوې چې له منظورۍ وروسته به یې سرغړوونکو ته له مخې سزا ورکړل شي.» د یادې ادارې چارواکي د نویو ستندردونو د تدوین خبره هم کوي او وايي، په ټوله کې ۸۰۰ ستندردونه تدوین شوي خو په تېر یوه کال کې د نفتي، ساختماني، د مدیریت کیفیت، چاپیریال ساتنې، کیمیا او پلاستیک، کرنې، خوراکي توکو، د نساجۍ او چرم اړوند، مخابراتو، روغتیا او طبي وسایلو په برخه کې ۹۱ نوي ستندردونه جوړ شوي چې له ډلې یې ۲۴ تایید شوي هم دي. د ستندرد ملي ادارې تخنیکي مرستیال محمد آصف قانت: « ستندرد ملي ادارې په هېواد کې د ستندردونو د تدوین په برخه کې بنسټیز کارونه ترسره کړي. د ستندردونو د تدوین کمېټې جغرافیايي، اقلیمي، چاپېریالي او اقتصادي شرایطو ته په کتو له ۸۰۰ څخه زیات ستندرونه او د ساختماني چارو لپاره کوډونه تدوین کړي دي.» په تېر یوه کال کې دغې ادارې د خپلو ارزونو په پایله کې څه باندې دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او وايي، په کور دننه د تولیدي کارخونو د تولیداتو معیاري کولو هڅې پیل شوې دي. یاده اداره زیاتوي، په تېر کال کې د ستندرد ملي ادارې په قانون کې د تعدیل ترڅنګ، فقهي تخریج هم تره شوی او د قانوني پړاوونو تېرولو لپاره عدلیې وزارت ته استول شوی دی. د ستندرد ملي ادارې له ټولو سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې خپلې چارې د ټاکل شویو ستندردونو او معیارونو سره برابر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist