Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلېنکن: خپل ځوان نسل د افغانستان بلې جکړې کې نه شو قرباني کولی

د امریکا کانګریس یو ځل بیا بلېنکن د افغانستان په اړه احضار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/05

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یو ځل بیا د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغانستان په اړه احضار کړی.

د یادې کمېټې غړو ویلي، بلېنکن باید خپل ولس ته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو وضاحت ورکړي.

که څه هم بلېنکن د استازو جرګې وضاحت ته حاضر شوی نه ‌دی، خو د  استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ریيس مایکل مک‌کال د احضار په مکتوب کې ویلي، که نوموړی په ټاکلې نېټه دې کمېټې ته حاضر نه شي، نو استازو جرګې ته به په سپکاوي تورن شي.

مک‌کال زیاته کړې:« د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه د توضېحاتو لپاره دې کمېټې ته نه ‌دی حاضر شوی. بلېنکن که د سپټمبر پر ۱۹مه د کمېټې په وړاندې خبرو ته یو ځل بیا حاضر نه ‌شي، نو جرګې ته به په سپکاوي تورن شي.»

بله خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بلېنکن په هغو نېټه وخت نه درلود چې د استازو جرګې له خوا ورغوښتل شوی و، باید یو بل مناسب فرصت ورته وټاکل شي.

د دغه وزارت وياند زیاته کړې، بلېنکن د دې موضوع په اړه د توضېحاتو لپاره څه باندې ۱۴ ځلې د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شوی.

د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، په امریکا کې دننه لاهم ډېر داسې خلک شته چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونه د وتلو پر پروسې نه ‌دي خبر او په خبره يې د امریکا استازو جرګه غواړي، خلکو ته په دې اړه له امریکایي چارواکو وضاحت وغواړي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي: «په داسې حال کې چې ټولو ته مالومه ده، له افغانستانه د وتلو اسناد د ډونالډ ټرمپ په وخت کې جوړ شول، هوکړه لیک چمتو او پروسه بشپړه شوه؛ یوازې لاسلیک پرې بایډن وکړ. خو اوس د دې هرڅه پړه پر ډیموکراټانو اچول کېږي،ترڅو سیاسي ګټه ترې پورته کړي، نه دا چې افغانستان یا نړیوال سیاست ته ګټه ورسوي.»

په امریکا کې د راروانې نومبر میاشتې د ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مساله یو ځل بیا توده شوې ده او کارپوهان په دې اړه تاوده بحثونه د ټاکنو تر پروسې پورې محدود بولي او په خبره يې له هغې وروسته د افغانستان په تړاو بحثونه ښايي څنډې ته شي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د افغانستان او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې یوازې تبلیغاتي او ټاکنیز کمپاین دی. دا څرګندونې د افغانستان له سپکاوي پرته بل هېڅ ګټه نه لري.»

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع د امریکا په ټاکنیزو کمپاینونو کې تر ټولو توده مساله ده، دواړه ډيموکراټان او جهوریت غوښتونکي په دې اړه پر يوه او بل توندې نيوکې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist