Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

کارپوهان: اسلامي امارت دې د دولتي ادارو او اکاډميکو مرکزونو امنيت ډاډمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/04

کابل ښار له ځنډ وروسته د دوشنبې په ورځ  د (۱۴۰۳ کال د  وږي پر ۱۲مه) مازدېګر مهال چاودنې شاهد وه چې له امله یې  ۶ تنو خپلو ژوند له لاسه ورکړ او ۱۳ نور ټپيان شول.

د کابل امنيې قوماندانۍ مسوولین وايي، پېښه د ښار شپږمې امنيتي حوزې اړوند کلا بختیار کې د لویې څارنوالۍ مخې ته شوې او په تړاو يې لا هم پلټنې دوام لري.

مسوولین  ډاډ ورکوي چې د پلټنو په پایله کې به د يادې پېښې عاملان پيدا او د قانون له مخې، به  سزا ورکړي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي: « پرون مازدیګر د شپږمې حوزې اړوند کلا بختیار په سیمه کې یوه کس په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاوده ورکړې چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون زموږ شپږ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي. په دې اړه د امنیتي ځواکونو څېړنې روانې دي او هڅه کېږي چې د دې ظالمانه پېښې عوامل پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري. موږ د پېښې قربانیانو ته هم ډاډ ورکوو چې د پېښې عوامل به پیدا کوو او قانون به پرې پلي کوو.»

په ورته مهال، دغې چاودنې په کوردننه هم د مطرحو سياسونو غبرګونونه راپارولي.

 پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار په کلا بختیار کې د وړمې ورځې برید غندلی او خواشیني يې پرې څرګنده کړې.

هغه زیاته کړې: « ډېر خواشینی شوم چې د کابل ښار په کلا بختیار سیمه کې د چاودنې له امله زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول. دغه تروریستي عمل په کلکه غندم او خپل د ډاډګیرنې مراتب د دې غمجنې پېښې د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوم او زخمیانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه لرم.»

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی و ايي:« اسلامي امارت باید د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره ګړندي ګامونه واخلي. ولس هم باید له حکومت سره د امنیت په ټینګولو کې ونډه واخل، ترڅو دغه  شان غمجنې پېښې بیا تکرار نه شي.»

د پوځي چارو کارپوهان دغه او ورته نور بريدونه له افغانستانه د باندې پلان شوي بولي او زياتوي، د مخنيوي لپاره يې اړتيا ده چې سرپرست حکومت پر ډېورنډ فرضي کرښه او سرحدونو څار زيات کړي.

دوی دغه راز غوښتنه کوي چې د ورته بريدونو پيغامونو ته په کتو دې اسلامي امارت د دولتي ادارو او اکاډميکو مرکزونو امنيت ته پاملرنه زیاته کړي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی  ځاځی وايي: « پاکستان هېڅکله نه غواړي په افغانستان کې امنیت ټینګ شي. تاسو ولیدل چې د امریکا د استخباراتو مرستیال واضح وویل چې په افغانستان کې تروریستي ډلې نه شته؛ نو د همدې لپاره پاکستان په قصدي ډول دغه برید وکړ ترڅو نړۍ ته وښيي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته دي.»

کابل کې د وړمې ورځې چاودنې مسوولت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې د ورته بريدونو مسووليت د داعش ډلې منلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist