Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ثاقب : سږکال به ۳۰زره افغانان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي

ثاقب: حاجیانو ته د حج له لګښتونو پاتې پیسې بېرته ورکول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/04

تېرکال له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د حج فریضې اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي و. د حج د مراسمو لپاره هر حاجي په ټولیزه توګه ۳ زره ۸۶۵ امریکايي ډالره دولت ته تحویل کړي، چې ټولیز لګښت یې څه باندې ۱۱۳ میلیون ډالره اټکل شوی و.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب وايي، د تېر کال د حج فریضې له لګښتونو څه باندې ۱.۱ میلیون ډالره پاتې شوې چې هر حاجي ته به خپلې پیسې بېرته ورکړل شي.

د ثاقب په خبره، د هرحاجي له ټولیز لګښته څه باندې ۳۷ ډالره پاتې شوي او بېرته به وسپارل شي.

ثاقب زیاته کړې:« د حج او اوقافو وزارت له دقیقې محاسبې وروسته، د هر  حاجي لپاره ۳۷ ډالره ۸۵ سنټه پاتې دي چې دا به بېرته ورکول کېږي.»

ثاقب وايي، د تېر کال د حج مراسمو حاجيان کولی شي په مرکز او ولایتونو کې د حج وزارت اړوندو څانګو ته ورشي او خپلې پیسې ترلاسه کړي.

ثاقب زیاتوي: « د دغو پیسو د ورکولو پیل به سر له سبا چهارشنبې ورځې څخه کېږي. غوښتنه کوو  چې حاجیان له خپل پاسپورټ او پېژندپاڼې سره په مرکز کابل کې د حج او اوقافو وزارت او ولایتونو کې د دې وزارت ریاستونو ته راشي او خپلې پیسې ترلاسه کړي.»

په ورته وخت کې  د دغه وزارت سرپرست وايي، د سعودي عربستان له لوري د راتلونکي کال لپاره افغانستان ته بیا هم د ۳۰ زره حاجیانو ونډه ورکړل شوې، خو دوی هڅه کوي دغه ونډه نوره هم زیاته کړي.

هغه زیاتوي:« تر اوسه د راتلونکي کال سهمیه هم ۳۰ زره تنه ده، خو تمه شته چې له۱۰ تر۱۵ زرو پورې زیات شي.»

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت په داسې حال کې د ۳۷ اضافه شویو امریکايي ډالرو د وېش خبره کوي چې تېرکال د حج په مراسمو کې پر ۳۰ زره ګډون کوونکو افغان حاجیانو ټولټال څه کم ۱۱۳ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist