Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې خپرندویه ټولنې: د کتابونو چاپ او پلور کې له ستونزو سره مخ یو

ننګرهار کې خپرندویه ټولنې: د کتابونو چاپ او پلور کې له ستونزو سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/02

ننګرهار د کتابونو د پلور لپاره لوی مارکېټ لري، هره ورځ دغه مارکېټ ته د  مطالعې مینه ‌وال، د ښوونځي زده ‌کوونکي او محصلین ورځي او د خپلې اړتیا وړکتابونه پېري.

کتاب پلورونکي او د خپرندویه ټولنو مسوولین وايي، ننګرهار کې د کتابونو چاپ لپاره د اسانتیاوو نه شتون له امله ګاونډيو هېوادونو ته محتاج دي او څو میاشتې په تمه وي، ترڅو په نورو هېوادونو کې د دوی کتابونه چاپ او تر دوی را ورسېږي.

په ننګرهار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې مسوول ذاکرالله ناصري وايي: « موږ خپل کتابونه د چاپ لپاره پېښور ته استوو. تر هغو چې چاپېږي او بېرته تر موږ را رسېږي، میاشتې وخت نیسي. که چاپ خونې په ننګرهار کې جوړې شي او په ښه کیفیت کتابونه چاپ کړي، دا به ډېره ګټه وکړي. دلته معیاري چاپ خونې نه شته، ځکه خو موږ خپل کتابونه د چاپ لپاره پېښور، لاهور یا هم ایران ته استوو.»

له دې سره، د ننګرهار اطلاعاتو او کولتور ریاست مسوولین وايي، هڅې یې پیل کړې، څو پانګه وال وهڅوي چې ننګرهار کې د کتاب چاپولو په برخه کې پانګونه وکړي.

دوی وايي، د ننګرهار آزادۍ مطبعې لپاره یې هم د ځینو تخنیکي وسایلو وړاندیزونه له مرکز سره شریک کړې او له منظورېدو وروسته به په دولتي مطبعه کې هم د کتابونو د چاپ اسانتیاوې برابرې شي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کولتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي وايي: «د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کولتور ریاست هڅه کوي چې د آزادۍ دولتي مطبعې لپاره امکانات برابر کړي. د همدې لپاره څو ځلې له مرکز سره ناستې شوې او تمه شته چې ځینې ماشینونه دلته راوړل شي. په دې سره به د کتابونو د چاپ ستونزه تر ډېره هواره شي.»

د کتاب مینه وال او پلورونکي ټینګار کوي، که په کور دننه د کتابونو د چاپ لپاره اسانتیاوې زیاتې شي، نه یوازې د کتابونو بیې به راټیټې شي، بلکې د کتاب لوستلو او پلورلو اوسنی سوړ بازار به هم ورسره ګرم شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist