Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتيکا اوسېدونکي د برېښنا له کمښت شکایت کوي

د پکتيکا اوسېدونکي د برېښنا له کمښت شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/02

د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، د ولایت له مرکز ښرنې سربېره، په ټولو ولسوالیو کې د برېښنا نه شتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

دوی زیاتوي، د نورو ګڼو برخو ترڅنګ برېښنا هم د دغه ولایت د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره جدي اړتیا ده، خو په خبره يې کلونه کېږي چې سرپرست حکومت د یادې ستونزې حل ته پام نه دی کړی.

د پکتیکا یو تن اوسېدونکی حاجي کبیر وايي: « پکتیکا هم د افغانستان یو ولایت دی، په داسې حال کې چې نور ولایتونه برېښنا او ښه امکانات لري، پکتیکا ته هېڅ پام نه دی ورکړل شوي. دلته یو شخصي شرکت برېښنا وېشي، خو په خپله خوښه یې بیه ټاکي.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی جاوېد احمد بیا وايي: « دلته که کورونه دي، که دوکانونه یا شرکتونه؛ ټول له ستونزو سره مخ دي، په شخصي لګښت ځان ته برېښنا برابروي او دا له اقتصادي پلوه ګرانه تمامېږي.»

دغه ولایت اوسېدونکي ادعا کوي، چې د سرپرست حکومت له ژمنو سره سره پکتیکا ته ورداتي برېښنا نه ده غځول شوې او له دې کبله سوداګر او عام خلک اړ دي چې پر لوړه بيه له شخصي برېښنا ګټه واخلي.

دوی غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې د دغه ولایت د خلکو یادې ستونزې ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

د پکتیکا اوسېدونکی رسول ګل وايي: « له موږ سره ۲۰ ځله ژمنې شوې، خو نه تېر حکومت او نه هم اسلامي امارت په خپلو ژمنو عمل کړی.»

د مرکز ښرنې اوسېدونکی عالم خان وايي: « دا د دولت دنده ده، خو دوی موږ ته برېښنا نه ده برابره کړې. نه له تېر نظام سره د ولس غم و او نه هم اوس له اسلامي امارت سره شته.»

ځايي چارواکي که څه هم په پکتیکا کې د دولتي برېښنا نه شتون مني، خو هم مهاله ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلوونکي کې به د ۱۰ مېګاه واټه لمریزې برېښنا سیسټم له جوړېدو سربېره، د وارداتي برېښنا لپاره د یوه سب‌ سټېشن د جوړېدو چارې هم پیل شي،چې د ښرنې په ګډون به د نږدې ولسوالیو د برېښنا ستونزه ورسره هواره شي.

د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سادات وايي: « انشاالله د پکتیکا د خلکو لپاره به ۷۲ مېګاواټه برېښنا برابروو. د اوس لپاره مو د یوه سب سټېشن د جوړولو او ۱۰ مېګا واټه لمریزې برېښنا منظوري اخیستې، سروې یې بشپړه شوې، لپاره یې ځای ټاکل شوی او په را روانه میاشت کې به یې عملي کارونه هم پيل شي.»

پکتیکا هغه ولایت دی چې د اوسني او تېرو حکومتونو پرمهال یې په ولسواليو کې څه چې ان په مرکز ښرنه کې هم پر برېښنا سربېره خلکو ته عصري اسانتياوې نه دي برابرې شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist