Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د زندانونو چارو سمون ادارې سرپرست: د بګرام زندان بیا فعاله شوی

د زندانونو چارو سمون ادارې سرپرست: د بګرام زندان بیا فعاله شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/02

د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې د پرون یکشنبه د (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۱۱مه) د زندانونو چارو د سمون ادارې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د دغې ادارې سرپرست وایي، د حکومت په بندخونو  کې۱۵۰ تنه بهرني وګړي هم بندیان دي چې په خبره یې د څو هېودونو اتباع دي او د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان شوي.

په داسې حال کې چې امريکا په افغانستان کې د خپلو څلورو وګړو د بندي کېدو ادعا کړې، خو د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست مولوي محمد یوسف مستري دغه ادعا ردوي او وايي، له دوی سره بندي بهرنیانو کې امریکايي وګړي نه شته.

مستري زیاتوي:« د بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو ۱۵۰ تنه اتباع له موږ سره بندیان دي. دغه کسان د جعل کارۍ، فرېب ورکونې او غلطو معاملو په ګډون په مختلفو جرمونو تورن دي او د خلکو د عریضو له امله بندیان دي.»

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست بندیانو ته د اسانتیاوو برابرولو خبره کوي او زیاتوي، په ټولو زندانونو کې د بندیانو لپاره د دیني اوعصري زده ‌کړو، مسلکي مهارتونو او روغتیا په برخو کې پر زده ‌کړو سربېره بېلابېلې اسانتياوې برابرې شوې.

د نوموړي په خبره، ۲ زره ۲۴۱ تنه بندیان په زندانونو کې له ديني زده کړو فارغ شوي او ۶ زره ۴۰۸ تنه نور پر زده کړو بوخت دي.

په ورته وخت کې مستري تايیدوي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د بګرام زندان يو وار بيا فعال شوی او يو شمېر بندیان ورلېږدول شوي، خو د دغو بندیانو د هویت په اړه  یې مالومات ور نه کړل.

مستري زیاتوي: «هو! د بګرام زندان د فعاله کېدو په حال کې دی. دغه لوی زندان په تېرو دوو کلونو کې تش و او له همدې امله د ویجاړېدو خواته روان و، ځکه چې خالي ودانۍ ویجاړېږي. دغه زندان اوسمهال د ملي امنیت (استخبارات) په لاس کې دی، د پاکولو او رغولو چارې یې روانې دي او یو شمېر بندیان یې هم ور لېږدول شوي.»

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالوماتو له مخې، دا مهال په ټولو زندانونو کې د بېلابېلو جرمونو ترسره کولو په تړاو شاوخوا ۱۱ زره تنه بندیان دي، چې له ډلې یې۱۰۰۰ تنې ښځې دي.

د دې ادارې سرپرست وايي، له ۱۰ تر ۱۲ زرو نور کسان په توقيف خونو کې ساتل کېږي او په اړه به يې د محکمې له پرېکړې وروسته د خوشې کولو یا زندانونو ته د استولو پرېکړه وشي.

مستري په دې اړه وايي: «له ۱۰ تر ۱۱ زرو پورې داسې محکومین او بندیان لرو چې د بند حکم پرې شوی. په دغو بندیانو کې ۱۰۰۰  ښځې او د ۸۰۰ په شاوخوا کې ماشومان یا تر قانوني عمر ښکته کسان دي. البته هغه کسان چې دا مهال په توقیف کې دي او د محکمې انتظار کوي، شمېر یې له ۱۰ تر ۱۲ زرو کسانو دی.»

‏د زندانونو چارو د سمون ادارې چارواکي له بندیانو سره د ښه چلن خبر ورکوي او وایي، تېر کال د دې ادارې تفصیلي پلان، پاليسي او ستراتېژیک پلان چمتو شوی او پر همدې اساس په زندانونو کې له بنديانو سره د هر ډول زور زياتي مخنيوی شوی.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب‌الله بدر وايي: «په ټول افغانستان کې به دا څوک ثابته نه کړي، چې زموږ په زندانونو کې شکنجې، ځورونې او ذهني تکلیفونه شته. د رسنیو کسان هر کله راځي او زموږ له خوا ورسره بشپړ مالومات شریک شوي دي.»

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالوماتو له مخې، د محاکمو له خوا د امر پر بنسټ ۳ زره ۲۴۳ تنه بندیان خوشې شوي، ۳ زره ۱۶ نور له ولایتونو څخه مرکز ته، له مرکز څخه ولایتونو او له یوه ولایت څخه بل ولایت ته تبديل شوي او د ۱ زر ۵۶۲ تنو بندیانو د برخلیک مالومولو لپاره له سترې محکمې سره اړینه همغږي شوې ده.

چارواکي زیاتوي، د زندان ساتونکو پولیسو د مسلکي کولو او ظرفيت لوړونې په موخه ۶۸۰ افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو ته روزنيز ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ شوي او اوس مهال ۱۶۰ تنه نور پر مسلکي زده ‌کړو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist