Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امريکا په افغانستان کې له بلې وسله والې جګړې ملاتړ نه کوي

امريکا په افغانستان کې له بلې وسله والې جګړې ملاتړ نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/02

د امريکا متحده ايالتونو بهرنيو چارو وزارت ویاند متیو مېلر فاکس نیوز ته ويلي، دغه هېواد په افغانستان کې تېرو څو لسيزو جګړو ته په پام، نه غواړي دغه هېواد یوې بلې کورنۍ جګړې ته داخل شي.

د فاکس نیوز په راپور دمېلر له قوله راغلي، نور افغانان هم په دې هېواد کې د جګړې له دوام ملاتړ نه کوي او په خبره يې، امریکا هم د عامو افغانان دريځ ته په کتو، ورته نظر لري.

هغه زیاته کړې:«دغه هېواد له ۴۴ کلونو راهیسې په جګړه کې دی. موږ نه غواړو، په افغانستان کې بیا جګړه پیل شي او افغانان يې هم نه غواړي. امریکا د وسله ‌والو ډلو ملاتړ نه کوي.»

د سرپرست حکومت چارواکي د امریکا له لوري د وسله ‌والو ډلو له مقاومت څخه ملاتړ نه کول پر ځای پرېکړه بولي او وايي، د افغانستان اوسنی ثبات د سیمې او نړۍ پر ګټه دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله فطرت وايي: « دا یو ښه دریځ دی چې امریکا په افغانستان کې له وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي. په افغانستان کې له کلونو جکړو او نا آرامیو وروسته اوس امنیت ټینګ شوی او دغه امنیت د سیمې هېوادونو او نړۍ پر ګټه دی. هېوادونه باید په یاد ولري چې په افغانستان کې د نا امنیو جوړول د هېچا پر ګټه نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال وویل، د احمد مسعود پر مشرۍ د اسلامي امارت له مخالفې جبهې سره دایمې اړیکې لري او کانګرېس ته يې د نوموړي د وربللو ملاتړ وکړ.

د افغانستان په اړه د امریکايي چارواکو ضد ونقیض څرګندونو ته په کتو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا تل د خپلو ګټو لپاره کړې ژمنې ماتې کړي دي.

دوی د واشنګټن مجهول سیاست ته په پام له سرپرست حکومته غواړي چې د نا امنیو له تکرار څخه د مخنیوي په موخه د نړیوال تعامل او ولسي ملاتړ خپلولو ته لومړیتوب ورکړي.

د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج وايي: « د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ تل دا خبره کوي، که ټاکنې وګټي، بګرام هوايي اډه به بېرته ونیسي. دوی اوس غواړي، د دې کار لپاره زمینه سازي وکړي، طالبانو ته ګواښونه رامنځته کړي او د فشار په توګه یې وکاروي. ښايي دوی افغانستان ته د بېرته راتګ پلان ولري، نو له همدې امله ضد او نقض خبرې کوي. دا د دوی لوبې دي چې د خپلو ګټو لپاره یې کوي. موږ باید د دې لپاره خپل پلان او ستراتیژي ولرو، ترڅو یو ځل بیا د نیابتي جګړو لپاره استعمال نه شوو.»

د سیاسي چارو شنوونکی ادریس محمدي ځاځي وايي: «د امریکا د دوستۍ او دوښمنۍ درک نه لګي. هغوی د خپلو ګټو لپاره هره خبره کولی او هر ګام پورته کولی شي. هوښیار ملتونه او حکومتونه پر امریکا تکیه نه کوي، بلکې پر ځان جوړونه او اتفاق کار کوي.»

سرپرست حکومت تل پر ټول هېواد د کنټرول لرلو او پياوړي مرکزي نظام خبره کوي او زیاتوي چې هېڅ وسله ‌والې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان امنیت وننګوي او یا هم افغان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist