له هغې وروسته، چې د سرپرست حکومت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په کابل کې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ (یوناما) سره د همکارۍ پرې کولو خبره وکړه، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفین دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې ملګرو ملتونه به د امنیت شورا له خوا ورکړل شوي ماموریت پر بنسټ به په افغانستان کې د اسلامي امارت په ګډون له ټولو ښکېلو اړخونو او همګټو هېوادونو سره تعامل ته ادامه ورکړي.
هغه زیاته کړې:« زه فکر کوم، موږ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض په اړه ډېر ژر غبرګون ښودلی او دا کار مو د خپل ماموریت له مخې ترسره کړی. موږ د ښه نیت له مخې تل د ملګرو ملتونو له موقف نه، چې د عدالت او بشري حقونو انعکاس دی، ملاتړ کوو. په حقیقت کې د افغانستان له واکمنو سره د تعامل ډېرې نورې ډيپلماتیکې لارې هم شته.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « ټولو ستونزو ته د خبرو له لارې حل پیدا کېدای شي، د یوناما څو لسیزې حضور هېڅکله د ملت جوړونې پر محور نه و، بلکې د خپلو ملاتړ هېوادونو د ستراتيژيک عمق د تحقق لپاره و. زه هیله لرم، اوس اجازه ورکړي، چې د افغانستان ملت له سرپرست حکومت سره په مشوره خپل برخلیک روښانه کړي، نه د بهرنیو فشارونو له لارې.»
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کار د بې طرفۍ، ښه نیت او بشري حقونو او برابرۍ ته د پوره ژمنې له اصولو سره سم اداره کېږي او له سرپرست حکومت غواړي، چې د ديپلوماتیکو خبرو اترو لپاره نورې لارې پرانیزي.
د سیاسي چارو کارپوهان شرایطو ته په کتو په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ادغام مهم بولي او وایي، سرپرست حکومت باید د تعامل په برخه له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او پرهغو ټکو له سره غور وکړي، چې د تعامل مخه یې نیولې.
د سیاسي چارو کارپوه سمیر انګار وايي:« په اوسنیو شرایطو کې اړتیا لیدل کېږي، چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او مانا داره تعاملات ولري او ملګري ملتونه هم په همدې هڅه کې دي. اسلامي امارت ته په کار ده، چې له دې فرصتونو په مثبته توګه ګټه واخلي، پر هغو سیاستونو او پالیسیو له سره غور وکړي، چې د دغو تعاملاتو مخه یې نیولې.»
د سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیر وايي:«هرڅومره، چې ملګري ملتونه له موږ سره تعامل ولري او موږ هم د ملګرو ملتونو نورمونه او پرنسیپونه رعایت کړو، په هماغه اندازه موږ نړۍ ته لا نېږدې کېږو.»
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د سازمان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د رغنده او مثبتو اړيکو خبره کوي او له ملګرو ملتونو غواړي، چې په دې سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ ور وسپاري.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین شمشاد ته وایي، ټولو ته مالومه ده، چې له لسیزو راهیسې تحمیل شویو بندیزونو او یوازې نیوکو پایله نه ده ورکړې.
شاهین زیاتوي: « اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره د مثبتو او رغنده اړیکو غوښتونکی دی. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ، چې د اسلامي امارت حق دی، باید اسلامي امارت ته وسپارل شي، ترڅو رغنده تعامل ته لا ښه زمینه برابره، ناسم تفاهم له منځه لاړ شي او د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ مسایلو ته حل پیدا شي. ټولو ته مالومه ده چې له لسیزو راهیسې تحمیل شویو بندیزونو او نیوکو پایله نه ده ورکړې؛ د دې په ځای باید خبرو له لارې ستونزې هوارې شي.»
د امرباالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو وزارت نوی قانون، چې تېره اوونۍ توشېح او په رسمي جريده کې خپور شو؛ د نړیوالې ټولنې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو. دغو غبرګونونو ته په کتو، د تېرې پنجشنبې په ورځ امرباالمروف وزارت پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي بیان کې وویل، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت(یوناما) له خوا د دوامداره تبلیغاتو په خاطر نور له دې ادارې سره همکاري نه کوي.