Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غور کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۰۴ کلنه دوښمني پر دوستۍ بدله شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/01

په غور ولایت کې هغه ۱۰۴ کلنه دوښمني پر دوستۍ بدله شوه،چې په کې له دواړو خواوو ۴۷۲ تنه وژل شوي وو.

دغه دوښمني او له امله یې خونړۍ شخړې د غور ولایت دولت یار ولسوالۍ کې د سردارخېلو او تایمني قومونو ترمنځ د ۶۰۰ زره جرېبه ځمکې پر سر رامنځ ته شوې وه.

د شخړې ښکېلو خواوو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسوولینو په منځګړیتوب یو بل ته غېږه ورکړه او ژمنه یې وکړه، چې نور به له یو بل سره دوښمني نه کوي.

د تایمني قوم استازی عبدالرحمان مزمل وايي: «دا چې د اسلامي امارت چارواکو او په ځانګړې توګه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د دې دوښمنۍ د حل کولو پرېکړه وکړه او بالاخره یې دا قضیه حل کړه، موږ ترې راضي یو؛ ځکه چې دا ۱۰۰ کلنه او ناورین زیږوونکې موضوع نوره پای ته ورسېده.»

همدارنګه د سردارخېلو قوم استازی  نور احمد تقي زاده بیا وايي:« د خدای شکر اداء کوم، چې دا قضیه نن ورځ حل شوه. ما د قوم د استازي په توګه لاسلیک وکړ او خپل رضایت مې اعلان کړ. موږ د علماوو او اسلامي امارت له پرېکړو راضي یو او منو یو.»

بله خوا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري وایي، هڅه کوي په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ د تېرو کلونو دوښمنۍ پای ته ورسوي.

د نوري په خبره، د اسلامي امارت له حاکمیت سره په ټول هېواد کې څه  باندې ۴۵۲ لویې شخړې پر دوستۍ بدلې شوې دي.

هغه زیاتوي: «د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د ټول هېواد پر کچه ۴۵۲ وضعیتونو کې اصلاحات راوړل شوي. په دې کې د ولایتونو، ولسوالیو، قبایلو، کلیو، کورنیو او اشخاصو ترمنځ شخړې او دوښمنۍ شاملې دي چې پای ته رسول شوې.»

دا په داسي حال کې ده، چې د غور ولایت دولت یار ولسوالۍ کې د دواړو قومونو ترمنځ ۱۰۴ کلنې شخړې کې په سلګونو کسان ټپیان او دواړو خواوو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist