Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان: جرمني باید د افغان کډوالو له جبري ستنولو ډډه وکړي

د بښنې نړیوال سازمان: جرمني باید د افغان کډوالو له جبري ستنولو ډډه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/01

د بښنې نړیوال سازمان له جرمني څخه د افغان کډوالو پر زوره شړل غندلي او دا کار یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جرمني پرېکړه یوه اړخیزه بللې او غوښتنه یې کړې، چې هېڅوک باید افغانستان ته پر زوره ستانه نه شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« غیرقانوني اعدامونو، جبري ورکولو، شکنجو او د نجونو او ښځو سیستماتیک محکومیت ته په کتو باید هېڅوک افغانستان ته وانه ستول شي. د جرمني دغه پرېکړه د اخراج د مخنیوي له قانون سره په ټکر کې ده؛ دغه قانون له شکنجې او نورو ممکنه تاوتریخوالو سره د مخامخ کسانو د بېرته ستنېدولو مخه نیسي.»

یاد سازمان په خپله خبرپاڼه کې د جرمني له حکومته غوښتي،چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي او د بشري حقونو ضد پروګرامونه بند کړي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه غبرګون وروسته له هغې وښود، چې جرمني وړمه ورځ په یوه نا اعلان شوي ګام کې هغه ۲۸ افغانان کابل ته واستول، چې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو.

د سیاسي چارو څارونکو هم د جرمني له خوا پر زوره د افغان کډوالو راشړل غندي او دغه کار د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي.

پخوانی ډېپلومات او حقوقي سلاکار عزیز معارج وايي:« د جرمني حکومت دا پرېکړه د ویانا د کنوانسیون او د هغه د ټولو ضمایمو خلاف عمل او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له تعهداتو سرغړونه ده.»

دا پر افغانستان د سرپرست حکومت له بیا ځل واکمنۍ وروسته له جرمني افغانستان ته د بهر مېشتو افغانانو د ستنولو لومړی ځل دی.

د جرمني حکومت ویلي، افغانستان ته استول شوي کسان مجرمان او د محکمې له خوا محکوم شوي وو. د دوی په خبره، دغو کسانو نور په جرمني کې د اوسېدو اجازه نه درلوده.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « هیله ده په راتلونکې کې د داسې مسایلو مخه ونیول شي. جرمني مکلف دی، چې هلته ورغلي افغانان په هر حال کې له ځانه سره وساتي. جرمني باید هغو افغانانو ته اطمینان ورکړي، چې هلته اوسېږي او د اخراج کېدو اندېښنه لري.»

فرانس پرېس خبري آژانس د جرمني د چارواکو  له قوله خبر کوي،چې په دغو ۲۸ افغانانو کې، چې د لایپزیګ له هوایي ډګره کابل ته واستول شول، بې رحم مجرمین او داسې کسان هم شته چې په ډله ‌ییز ډول یې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و.

د  شپېګل مجلې د راپور له ‌مخې، دا کسان د جرمن چارواکو او د افغانستان د برحال سرپرست حکومت ترمنځ له دوو میاشتیو خبرو وروسته، چې د قطر په منځګړیتوب په پټه ترسره شوې، کابل ته استول شوي دي.

 د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو جرمني یو له هغو هېوادونو دی، چې ګڼ شمېر افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist