Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې له کروندګرو د ملاتړ نندارتون پرانيستل شو

هرات کې له کروندګرو د ملاتړ نندارتون پرانيستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/29

په هرات ولایت کې د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو لپاره درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

 په پام کې ده په دې نندارتون کې د کروندګرو کرنیز حاصلات او له مالدارۍ ترلاسه شوي محصولات نندارې ته وړاندې شي.

چارواکي د دغه نندارتون موخه کورنیو توکو ته بازار موندنه او دغه راز کورنيو تولیداتو ته د خلکو هڅونه بولي.

کروندګر وایي، سږکال یې کرنیز حاصلات څو برابره زیات شوي، خو په کور دننه د بازار او سړو خونو نه شتون له امله اړ دي، چې خپل ترلاسه کړي کرنیز حاصلات په ټیټه بیه وپلوري.

دوی زیاتوي، که یې حاصلاتو ته بازار پیدا نه شي، سږکال به هم د نورو کلونو په څېر پر کروندو کړي لګښتونه پوره نه شي کړای.

د هرات یو تن بڼوال خیرالله وايي: « په افغانستان کې سړې خونې نه شته، موږ اندېښنه لرو، هسې نه خپل توکي په پاکستان ارزانه خرڅ کړو او بیا یې په دوه چنده بېرته واخلو. موږ غوښتنه کوو، چې سړې خونې راته جوړې شي ، ترڅو بڼوال خپل محصولات په ښه بیه وپلوري.»

بڼوال همایون بیا وايي: «سره له دې چې ډېر تکلیف مو ورسره ګاللی، خو بڼوالي تاوان را رسوي. که دا مېوې ونه پلورل شي، خرابېږي.»

په هرات کې د مچیو فارم لرونکو ټولنې مرستیال محمد عارف واصل  وايي، سږ کال د ګبینو( شاتو) حاصلاتو د تېر کال په پرتله۳۰ سلنه زیات شوي.

د واصل  په خبره، تېر کال هرات ۱۰۰ ټنه ګبین تولید کړي وو، خو سږ کال اټکل کېږي، چې ۱۲۰ ټنه شات ترلاسه شي.

واصل زیاتوي: « تېر کال مو په هرات ولایت کې د ګبینو ۱۰۰ ټنه تولید درلود، خو سږ کال د ۱۲۰ ټنو وړاندوینه کوو او ښايي له دې هم ډېر تولید شي.»

د شاتو مچیو فارم لرونکې غنچه ګل کریمي ووايي: « که دغو نندارتونونو ته له بل اړخ وګورو، ډېره ګټه لري؛ ځکه زموږ محصولات خلکو ته معرفي کوي.»

سیمه ییز مسوولین له کورنیو تولیداتو د ملاتړ خبره کوي او زیاتوي، کورنيو محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه یې له بهرنیو هېوادونو د مېوو واردات بند کړي او هڅه کوي، چې په کور دننه د سړو خونو جوړولو سره د کرنیزو حاصلاتو ساتلو ته زمینه برابره کړي.

د دوی په خبره، سږکال د سوېل لوېدیځ زون څخه د ۴  میلیونه۵۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې، چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي وايي: « اوس خلک له بهر څخه راغلې مېوې نه اخلي، بلکې کورنۍ مېوې پېري. سږ کال ډېر زیات انګور راټول شوي او دا ښکاره خبره ده، چې کله کوم محصول په بازار کې ډېر شي، بیه یې ټیټیږي.»

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي زاده بیا وايي:« زموږ د کرنیز محصول د صادراتو اندازه لوړه شوې. د تازه مېوو په برخه کې موږ په تېرو څو میاشتو کې ۴ میلیونه ۵۱۴ زره ډالر صادرات لرل، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.»

د یادونې وړ ده، چې دغه نندارتون کې د درېیو ورځو لپاره کرنیز او له مالدارۍ ترلاسه شوي محصولات نندارې ته کېښودل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist