Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شهباز شریف ادعا؛ ټي.ټي.پي په افغانستان کې پټنځایونه لري

د شهباز شریف ادعا؛ ټي.ټي.پي په افغانستان کې پټنځایونه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/29

که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت هرځل د پاکستاني چارواکو له خوا شوې ادعاوې رد کړې دي، خو له دې سره سره  د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف یو ځل بیا ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) په افغانستان کې پټنځايونه لري.

شریف د کابينې غونډې ته ويلي، د افغانستان له خاورې يې د ټي.‌ټي.‌پي د ګټه اخیستنې په تړاو د افغانستان له سرپرست حکومت سره مالومات شريک کړي، خو په خبره يې پر دې سربېره هم  د ټي.ټي.پي پر وړاندې هغسې ګام نه دی پورته شوی، چې پاکستان يې تمه درلوده.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې: « هو! دا ټولو ته روښانه ده، چې ټي.‌‌ټي.‌‌پي په افغانستان کې پټنځايونه او مرکزونه لري او له هغه ځایه دلته راځي او وسله ‌وال بریدونه کوي. څو ځلې مو له کابل سره خپلې اندېښنې شریکې کړې، خو له بده مرغه تر اوسه پورې يې هېڅ جدي اقدام نه دی کړی.»

نوموړي ټينګار کړی، چې دامهال د ترهګرۍ له منځه وړلو وخت را رسېدلی او پر وړاندې یې هر ډول اقدام ته چمتوو دی.

خو د  ملي دفاع وزارت د شهباز شريف دا ادعا بې بنسټه بولي او وايي، نوموړی په هېڅ صورت په افغانستان کې د ټي.‌ټي.‌پي موجوديت نه شي ثابتولی.

د وزارت په خبره، په قبايلي سیمو او د پاکستان تر کنټرول لاندې نورو سيمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک مهارول د پاکستان مسووليت دی، نه د افغانستان.

د ملي دفاع وزارت لوی درستېز قاري فصیح‌الدین فطرت وايي:« موږ ټول په دې پوهېږو، چې ټي.ټي.پي په پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري، ځینې ساحې یې تر کنټرول لاندې دي او له هغه ځایه خپل عملیات پرمخ وړي. دا ښه نه ده،چې پاکستاني چارواکي بیا بیا د خپلې کمزورتیا بار پر افغانستان اچوي. موږ په افغانستان کې د ټي.ټي.پي شتون، تمویل او تجهیز قطعا ًنه منو.» 

د ملي دفاع وزارت چارواکي د پاکستانیانو هغو څرګندونو ته په اشارې، چې وايي، د ټي.‌ټي.‌پي د فعاليتونو مهارولو لپاره به په افغانستان کې ځینې اهداف په نښه کړي، ډاډ ورکوي، چې د دوی ځواکونه د خپلې خاورې بشپړې دفاع ته چمتو دي.

د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال مولوي محمد قاسم فرید وايي: « د پاکستان لومړي وزیر د تورونو ځواب دا دی، چې موږ تیار یو، له خپلې خاورې، نظام او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په هره بیه دفاع وکړو او د دې لپاره هېچا ته سر نه ټیټوو. اسلامي امارت دا ثابته کړې هم ده. د افغانستان ملت دې ډاډه وي او نړۍ د هم واوري، چې موږ د خپل خاورې له دفاع څخه د سر په بیه هم نه شاته کېږو.»    

د پوځي چارو کارپوهان وایي، پاکستان د دا ډول تورونو په پورې کولو سره غواړي افغانستان د ترهګرۍ ځاله معرفي کړي، څو له دې لارې په افغانستان کې خپلو سیاسي اهدافو ته ورسېږي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « دا هغه سیاسي لوبې او فشارونه دي، چې پاکستان او د نړۍ نور هېوادونه ترې کار اخلي. اسلامي اماریت تاریخي مسوولیت لري، چې پاکستان ته غوڅ ځواب ورکړي، مګر اسلامي امارت تر اوسه دا کار نه دی کړی.»

شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ په بلوچستان کې د پاکستاني پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر کرښو او د لویو لارو پر ګاډو د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په بریدونو او د پوځ په ځوابي ډزو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist