Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې سېلاب ځپلې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

ننګرهار کې سېلاب ځپلې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/27

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند اوومې ناحیې او سره رود ولسوالۍ یو شمېر سیمو کې د تېرې سې شنبې په شپه د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له امله خلک زیانمن شوي او سلګونه هټۍ او کورونه ویجاړ شوي دي.

د یادو سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک وايي، کورونه یې وران شول او راتلونکي ژمي ته د سرپناه نه لرو له امله اندېښمن دي.

دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه موسسو غوښتنه کوي، چې د کورونو د بیارغولو سربېره دې ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

یو تن سېلاب ځپلی وايي:« سېلابونه راغلل، نن پنځمه ورځ ده، چې بې کوره یې تېروو. موږ ته هېڅ نه دي راپاتې، باید د نورو مرستو ترڅنګ نغدي مرستې هم راسره وشي. موږ راتلونکي ژمي ته ډېره اندېښنه لرو.»

همدارنګه یو بل سېلاب ځپلی بیا وايي: « ژمی را روان دی، د ژمي ستونزې خو ټولو ته معلومې دي. چې کور ونه لرې له سړې هوا سره به څه کوې. موږ له حکومت او نړیوالو د مرستې غوښتنه کوو.»

ننګرهار کې د طبیعي پېښو وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولین د مرستندویه چارو د پيل خبره کوي او وايي، د دغو سېلابونو له امله ۸۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې او د مرستو په موخه د دوی سروې هم بشپړه شوې ده.

د یادې ادارې د پېښو آمر ادریس ساپی وايي، د تثبیت شویو ۸۰۰ کورنیو له ډلې ۳۰۰ هغو سره د لنډمهاله میشتېدنې په موخه د خېمو او غیر خوراکي توکو مرستې عملا پیل شوې دي او پاتې نورو سره به هم نږدې وخت کې مرستې ترسره شي.

ساپی زیاتوي: « د دغو طبیعي پېښو له امله په ننګرهار ولایت کې ۸۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. ۳۰۰ کورنیو ته د لنډمهاله سرپناه په توګه خېمې او نور غیر خوراکي توکي لرو. همدې کورنیو ته به خوراکي توکي او نغدي مرستې هم ووېشل شي.»

 د مسوولینو د مالوماتو له مخې، د تېرې اوونۍ سېلابونو له امله یو ماشوم مړ او شپږ تنه نور ټپیان شوي وو.

 له دې سربېره، د ننګرهار په سره ردو، هسکې مینې، اچین او غني خېلو ولسوالیو کې هم را وتلو سېلابونو د خلکو کرنیز فصلونه ویجاړ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist