Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د فراه اوسېدونکي: د ابونصر فراهي بندر ته د غځېدلې لارې خرابوالي له امله ستونزو سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/27

د ایران په پوله پروت شیخ ابو نصر فراهي بندر ته پرغځېدلې لاره هره ورځ زیات شمېر بار وړونکي او کوچني موټر تګ راتګ کوي، خو د ویجاړۍ له امله یې د دغه ولایت پشت کوه ولسوالۍ اوسېدونکي او د لارې موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د دوی په خبره، د دغې لارې د رغولو چارې شاوخوا ۱۸ کاله وړاندې پیل شوې، خو لا هم نه ده رغول شوې.

د فراه اوسېدونکی محمد نبي وايي: « پشت کوه یوه لرې پرته ولسوالي ده. ډېرې ستونزې لري، خو تر ټولو مهمه یې د سړک خراب والی دی. د دې سړک کارونه ۱۸ کاله وړاندې پيل شول خو هېڅ پرمختګ نه لري.»

د فراه پشت کوه ولسوالۍ چارواکي هم د دغې لارې له امله د اوسېدونکو ستونزې مني او له مرکزي حکومت غواړي، چې د رغولو لپاره يې جدي ګامونه پورته کړي.

د پشت کوه ولسوال محمد ناصر نوراني وايي: «دا لاره مهمه ده، ځکه چې له بندر څخه راتلونکي تجارتي مالونه په همدې لاره راځي، خو له بده مرغه د رغونې کارونه یې پڅ روان دي. موږ له مرکزي چارواکو غوښتنه کوو، چې کارونه یې چټک کړي.»

بله خوا د فراه ځایي چارواکي وایي، د شیخ ابونصر فراهي بندر ته غځېدلې لارې په ګډون ټولو لرې پرتو ولسوالیو ته د غځېدلو لارو بیا رغونې لپاره کمېټه جوړه شوې او اوسمهال د یو شمېر ولسوالیو پر لارو د جغل اچونې چارې هم روانې دي.

د فراه والي ویاند عبدالمالک اسامه وايي: « د اوبو نصر فراهي بندر ته د غځېدلې لارې څه کارونه تېرمهال ترسره شوي او په پاتې یې کار روان دی. د فراه ولایت ټولو ولسوالیو ته د مواصلاتي سړکونو د رغونې ځانګړې کمېټه جوړه شوې او تمه ده، چې نږدې راتلونکې کې ټول سړکونه په اساسي ډول جوړ شي.»

د شیخ ابونصر فراهي بندر ته غځېدلې لار دا مهال د هېواد له هغو لارو ګڼل کېږي، چې په لویه کچه واردات او صادرات پرې روان دي.

 موټر چلوونکي هم د لارې له خرابوالي شکایت لري او پر چارواکو غږ کوي، چې د وارداتو او صادراتو د چټکتیا لپاره د لارې رغونې ته پاملرنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist