Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د افغانانو اعدام لړۍ دوام؛ دوه نور افغانان هم په اعدام محکوم شوي

ایران کې د افغانانو اعدام لړۍ دوام؛ دوه نور افغانان هم په اعدام محکوم شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/27

ایران د افغان کډوالو د ځورولو ترڅنګ، په وار وار لسګونه افغانان اعدام کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

تازه د ایران د بشري حقونو سازمان چې له ناروې هېواد فعالیت کوي ویلي، د ایران حکومت د اعدامونو په لړ کې پر څلور کسانو د اعدام حکم کړی، چي له ډلي يي دوه تنه افغانان دي.

دغه سازمان ویلي، د نورو هېوادونو د اتباعو ترڅنګ د محب الله او مشرف په نومونو دغه دوه تنه افغانان چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور دوه کاله وړاندې نيول شوي وو، تازه پرې د اعدام حکم صادر شوی.

یاد سازمان زیاته کړې، په اعدام محکوم شوي افغانان د تبرېز په زندان کې ځانکړو خونو ته لېږدول شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې: « د ایران د بشر حقونو سازمان د مالوماتو په پربنسټ د وږي میاشتې پر درېیمه نېټه څلور تنه زندانیان د اعدام حکم د پلي کولو په موخه د تبرېز په زندان کې ځانګړو خونو ته انتقال شوي. له دې ډلې يې هر یو محب‌الله او مشرف د افغانستان اوسېدونکي دي، چې دوه کاله وړاندې د نشه ‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي وايي، دا لومړی ځل نه دی، چې ایران د بېلابېلو جرمونو په تور افغانان اعداموي.

د دوی په خبره، که چېرې افغانان په کوم جرم نېول کېږي، نو د نړيوالو قوانینو له مخې باید د افغانستان حکومت ته وسپارل شي، ترڅو په کور دننه سزا ورکړل شي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د ایران  حکومت دا قانون ډېر ظالمانه دی. دغو زندانیانو ته نه مدافع وکیل ورکول کېږي، نه یې پوښتنه کېږي او نه هم د افغانستان له حکومت سره مشوره کېږي. دوی باید دا خلک اعدام نه کړي، بلکې افغانستان ته یې وسپاري ترڅو د مجرم ثابت کېدو په صورت کې دلته محاکمه شي. د نړیوالو قوانینو له مخې هم دوی حق نه لري، چې د بل هېواد وګړي اعدام کړي.»

ځېنې نور بیا وايي، که ایران د افغان بنديانو پر وړاندې دغه ډول چلن او دريځ ته ادامه ورکړي، نو د دواړو هېوادونو تر منځ به اړیکې خرابې شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلان دوايي: « چارسمبالی حکومت دنده لري، چې د دغو بندیانو د استرداد غوښتنه وکړي. که چېرې د ایران حکومت په دې اړه همکاري نه کوي، ښه به دا وي چې په افغانستان کې له بندي ایراني وګړو سره ورته چلن وشي او قضايي حکم پرې تطبیق شي. په دې وروستیو کې ایران د افغان بندیانو اعدامول زیات کړي او دا موضوع د افغان کورنیو لپاره ډېره دردناکه ده.»

ومو غوښتل په دې اړه د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت او يا هم د سرپرست حکومت د وياند نظر ترلاسه کړو،خو زموږ اړیکې يې ځواب نه کړې.

له دې وړاندې د سرپرست حکومت چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې له ایران يې ګڼ شمېر افغان بنديان هېواد ته را لېږدولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist