Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: د امربالمعروف قانون د افغانانو راتلونکې لپاره یو ځوروونکی لیدلوری دی

یوناما: د امربالمعروف قانون د افغانانو راتلونکې لپاره یو ځوروونکی لیدلوری دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/26

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نوي قانون په تړاو لا هم نړیوال غبرګونونه دوام لري.

د تازه غبرګونونو په لړ کې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) او یو شمېر هېوادونو غبرګونونه څرګند کړي او یو ځل بیا یې له سرپرست حکومت غوښتي، چې پر خپل قانون له سر غوره وکړي.

یوناما په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې، د دغې استازولۍ د مشرې له قوله د امر باالمعروف او نهې عن‌ المنکر قانون د توشېح او نافذ کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دغه قانون یې د افغانستان د راتلونکې لپاره یو ځورونکی لېدلوری بللی.

په خبرپاڼه کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له خولې ویل شوي: « دا د افغانستان راتلونکي لپاره یو ځورونکی لېدلوری دی؛ چیرې چې محتسبین اختیاري واک لري، چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندو سرغړونو د لېست پر بنسټ هر څوک وګواښي او توقیف یې کړي. دا د افغان ښځو او نجونو پر حقونو باندې د نه زغملو وړ محدودیتونه لا پراخوي،ان له کوره بهر د ښځو غږ په ښکاره ډول اخلاقي سرغړونه ګڼل کېږي.»

په ورته مهال جاپان، کاناډا او بلجیم هغه هېوادونه دي، چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر نوي توشېح شوي قانون یې اندېښنه ښودلې ده.

دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر ښځو لګول شوي بندیزونه لرې او هغوی ته خپل بنسټيز حقونه ورکړي.

په کابل کې د جاپان سفارت د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ به له نړيوالې ټولنې سره په همغږۍ طالبان وهڅوو، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د زده‌کړو، کارموندنې او آزادۍ لپاره د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.»

بل پلو، د کاناډا بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي له سرپرست حکومته غوښتي، چې د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو غږ واوري او د حقونو  نقض په پای ته رسولو سره پر ښځو او نجونو ټول لګولي بندیزونه لرې کړي.

جولي زیاته کړې:« د دې قانون توشېح کېدل د افغانانو او په ځانګړي ډول ښځو او نجونو د غږ د غلي کولو بله هڅه ده. ښځې او نجونې حق لري، چې غږ یې واورېدل شي؛ ځکه د ښځو د غږ په غلي کولو کې هېڅ کوم فضیلت نه شته.»

د بلجیم بهرنیو چارو وزیرې افغان ښځو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او وايي، هڅه کوي، په افغانستان کې محرومې ښځې یوازې پرېنږدي.

حاجا لحبیب همدارنګه له سرپرست حکومته غوښتي، چې پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه لرې او نرم کړي.

هغه زیاتوي:« له دغه قانون څخه د طالبانو هدف له ټولنې څخه د افغانستان د نیم نفوس ایستل دي. موږ باید په افغانستان کې د ښځو دریځ پیاوړی کړو.»

بله خوا، شنونکي په دې اند دي، که سرپرست حکومت له نړۍ سره د سیاسي تعامل په برخه کې پرمختګ غواړي، نو اړتیا ده چې د نړیوالې ټولنې یو شمېر غوښتنې ومني.

دوی پر سپرست حکومت غږ کوي، چې له نړۍ سره د سیاسي تعامل په برخه کې د هغوی مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « د نړیوالې ټولنې دریځ په خپل ځای، خو زموږ د افغانانو جدي غوښتنه ده، چې دغه کار د اسلامي امارت پر بقا او له خلکو سره د اړیکو پر پروسه منفي اغېز کوي. د دغسې فرمانونو ورکول په حقیقت کې د نظام د ریښو ایستل دي. موږ افغانان یې د جدي بدلون او اصلاح غوښتنه کوو؛ که داسې ونه شي، د ولس او نظام ترمنځ واټن راتلونکی دی او دا به سبب شي، چې د نظام بقا تر پوښتنې لاندې راشي.» 

د سرپرست حکومت د نوي قانون له منظورېدو او نافذ کېدو سره امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ته پراخ واکونه ورکړل شوي دي.

د دې قانون له مخې د ښځو د ټول مخ پټول حتمي او غږ یې محرم ګڼل شوی او د هر ډول ساه لرونکي عکس اخیستل هم منع شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist